Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د مولانا جلاالدین محمد بلخي په نوم درې ورځنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو

بلخ کې د مولانا جلاالدین محمد بلخي په نوم درې ورځنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/19

د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د افغانستان او اوزبېکستان ګډ نندارتون پرانیستل شوی دی.

مسوولین د مولانا جلا الدین محمد بلخي په نوم دا نندارتون د صنعت کارانو ملاتړ او کورني تولیداتو ته  د ودې او بازار موندنې لپاره مهم بولي.

د نندارتون جوړوونکی شکرالله بقایي وايي:« نېږدې ۲۵۰ غرفې کېږي چې بېلابېل خصوصي سکټورونه دي، خوراکي، ساختماني، لاسي صنایع، کیمیاوي سره اوورته نور دي. د نندارتون یوه برخه کې د ازبکستان هیواد لخوا هم یونیم سل شاوخواکې تجارانو او صنعت کارانو ګډون کړیچې غواړي زموږ له افغان سوادګرو سره به خبرې اتري هم ولري»

ورته مهال د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د صنعتکارانو د ملاتړ او کورنیو تولیداتو د ودې لپاره  د ورته نندارتونو جوړول دوام ولري.

د بلخ ولایت صنعت او سوداګرۍ ریس امیر محمد متقي وايي:« دا نندارتون یوازې یوه غونډه نه ده بلکې دا د افغانستان په ځانګړې توګه د بلخ ولایت د اقتصادي ظرفیتونو ښودلو او د پاڼګونې جذبولو یو مهم فرصت دی، د دې لپاره راټول شوې یو څو د خپلو صنعت کارانو فعالیتونه او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړو.»

په همدې حال کې اوزبېکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو دغه ډول ګډ نندارتونونه د اړیکو د پیاوړتیا لپآره مهم بللې.

 دوی دغه راز په افغانستان کې د پانګونې د زیاتوالي خبر هم ورکړی.

بلخ کې د اوزبېکستان سرکونسل جعفر فتایوف وايي:« روان کال کې د افغانستان په کابل او مزار ښارونو کې درې سوداګریز مرکزونه پرانیستل شوي، وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه له یو میلیارد ډالرو اووښتې او ورځ تر بلې مو سوداګرۍ برخه د پراختیا په حال کې ده.»

سره له دې چې صنعتکاران دا ډول نندارتونونه مهم بولي خو له هېوادوالو د کورنیو تولیداتو پر اخیستلو ټینګار کوي.

صنعت کار سید نظیف جاوید وايي:« زموږ غوښتنه د اسلامي امارت له چارواکو دا ده چې له صنعت کارانو سره اوږه په اوږه لکه څرنګه چې ولاړ دي ودرېږي او د نندارتونونو له طریقه د هغوی په مملکتونو کې نندارتونون جوړ کړي او تولیدات مو هغوی ته ور وپېژني.»

یو بل صنعت کار عبدالله عابدي بیا وايي:« له خلکو مو غوښتنه دا ده چې له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي ځکه که له یوه جیب پیسې ځي خو بل جیب ته بېرته لوېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو را وروسته د مولانا جلاالدین محمد بلخي په نوم دا دویم نړیوال نندار تون دی چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښارکې پرانیستل کېږي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist