Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/18

په داسې حال کې چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د تازه مېوو د پخېدو موسم را رسېدلی، خو هرات کې د مېوو بیې د بزګرانو او بڼوالو د زحمتونو پرتله ډېرې ټيټې شوې دي.

بڼوالان وايي، سږکال یې مېوې د تېر کال پرتله ښه حاصلات لري، خو د ټیټو بیو، مناسب بازار، سړوخونو نه شتوالي او د بڼوالۍ په برخه کې عصري امکاناتو ته د لاسرسي نه لرلو له امله اندېښمن دي.

بڼوال وکیل احمد وايي: « د خدای شکر دی سږ کال هر ډول مېوې شته او ښه حاصلات لري، خو بازار نه لري. موږ یو کال زحمت وباسو، خو د سړو خونو نه شتوالي له امله یې په ټیټه بیه پلورو، حتا زموږ مزدوري هم نه پوره کوي.»

بڼوال عبدالباقي وايي: «هو! موږ دا ستونزې لرو. محصولات مو زیات شوي خو بازار نه شته. کله چې حاصلات ډېږیږي او بهر ته صادرات هم نه وي، نرخونه ښکته راځي. موږ دا اوس یو من شفتالو په ۴۰ افغانۍ پلورو، یعنې د حاصلاتو ډېروالی شته، خو د نرخونو ښه والی نه شته. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د مېوو ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي، دوې میاشتې وروسته مجبور یو چې همدا مېوه له بهر راوړو.»

له بلې خوا، د هرات اوسېدونکي بیا وايي، سره له دې چې کورنۍ مېوې د بهرنیو وارداتي هغو  پرتله ښه کیفیت لري، خو د ساتنې لپاره د سړو خونو نه شتوالي له امله په ټیټه بیه پلورل کېږي.

د هرات اوسېدونکی فرهاد وايي: « له دې امله چې سړې خونې نه شته، دا خلک مجبور دي چې کیلو په ۱۰ افغانۍ هم ورکړي. له دولت غوښتنه کوو چې سړې خونې جوړې کړي او د دې مېوو لپاره ټاکلی نرخ وضع کړي، ترڅو هر وخت په هماغه نرخ وپلورل شي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی وحید احمد وايي: « له ایران کاهو راځي او یو ګل په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، خو زموږ یو دانه په ۳ افغانۍ دی. حال دا چې د هرات کاهو خوږ او د ایران تریخ دی.»

ځايي مسوولین هم د مېوو په حاصلاتو کې ډېروالي پخلی کوي او وايي، د هرات مناسب اقلیم له امله د تېر کال پرتله د تازه مېوو په حاصلاتو کې شاوخوا ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی او په خبره يې، هڅه کېږي چې د بزګرانو لپاره پرمختللي امکانات او اسانتیاوې برابر شي، ترڅو د هېواد کرنیزه برخه ورسره پیاوړې شي.

د هرات کرنې ریاست کې د کرنې ترویج مدیر بشیر احمد احمدي وايي: « له دې امله چې سږ کال مو د نباتي ناروغیو او آفتونو پېښې نه لرلې او په ټاکلي وخت ورسره مبارزه وشوه، د مېوه جاتو د تولید وضعیت ډېر ښه دی. زه اټکل کوم چې روان کال به موږ د ولایت پر کچه ۴۰۰ زره ټنه مېوې تولید ولرو.»

د مسوولینو د مالوماتو له مخې، هرات کې څه باندې ۲۷ زره هکټاره ځمکو باندې د مېوو بڼونه شته او د اټکل له مخې به سږ کال ۴۰۰ زره ټنه تازه میوې ترې ترلاسه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist