• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امر باالمعروف وزارت له لوري خپور شوي مکتوب د رسنیو ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي

د امر بالمعروف وزارت چارسمبالی: غاصبینو او پر فساد ککړو کسانو سره به حساب کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/17

د امربالمعروف  او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالی  شیخ محمد محمود وايي، هغو کسانو چې بیتالمال لوټ کړی او پر  فساد کې ښکېل وو،حساب به ورسره وشي.

 

محمود زیاتوي:« دغو خلکو څه کاروبار و او دوی کول څه؟ دا دومره لویه سرمایه یې له کومه کړه؟ د دې حساب به کېږي، الله به یې کوي او ان شاءالله همدا مجاهدین به یې کوي او له همدغې وېرې دوی  بهر ولاړل.»

اسلامي امارت په ټول هېواد له خپلې واکمنۍ سره سم د تېرو حکومتونو لوړپوړو چارواکو او سرتیرو ته عمومي عفوه اعلان کړه او ډاډ یې ورکړ،چې له هېچا غچ نه اخلي.

اخوا بیا د محمود وروستۍ څرګندونې د افغانانو له هرکلي سره مخ دي او د عدالت تامین لپاره د یوې ځانګړې محکمې پر جوړېدو ټینګار کېږي.

شنونکی فیض محمد ځلاند  وايي:« ښه به دا و، چې طالبان عملي محکمې رامنځته کړي. د هغو خاینینو غلو هغه چې مشهور دي، په غصب باندې په خیانت باندې په جاسوسۍ باندې په پردي پالنه باندې او په لویه کې له وطن سره پر دښمنۍ باندې.»

عام ولس هم د اسلامي  امارت له دې پرېکړې هرکلی او ملاتړ کوي او تمه لري،چې ټولنیز عدالت به پلی شي او په دې کار سره به دولتي او غیر دولتي شتمنۍ بېرته راوګرځي او افغانستان به پرمختګ وکړي.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:« د افغانستان اسلامي امارت کومه پالیسي چې روانه کړې ده، د زورواکانو لپاره دا ډېر ښه اقدام د، ځکه چې بیت المال دی او په دې کې ټول حق لري.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي:« مخکینۍ پانګې چې کومو خلکو بهر ته وړي دي یا یې په وطن کې بې باکي کړې د، د خلکو ځمکې یې نیولي دي، دا چې ثابته شي دا باید د کابل ښاریانو ته او په مجموع کې د ټول هېواد وګړو ته دا یو نیک اقدام دی. دا د دې لپاره وي، چې سبا ونه شي کړی، یو سړي په چل په فریب د چا پانګه یا کور غصب کړي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هم د استوګنو د لویو مېنو او ښارګوټو د ارزونۍ اعلان کړی وو، چې په خبره یې له لسو تر پنځلسو داسې لوی ښارګوټي شته دی، چې پر غصب شویو ځمکو جوړ شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د افغانستان په بیېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر لویو ښارګوټو خاوندان پخواني سیاستوال او چارواکي دي،چې اوس له هېواده بهر اوسېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist