Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا کانګرس ته د بهرنیو چارو وزارت پرانېستی لیک: د افغانستان پانګې کنګل کول د ستونزې حل لار نه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/17

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت  چارسمبالي امیرخان متقي  کانګرس ته یو پرانېستی لیک استولی،چې په کې ویل شوي، د افغانستان پانګې کنګل  کولو د ستونزو حل لاره نه ده او دغه پرېکړه د توقع خلاف ده.

دغه لیک چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي د یوه ویډیويي پیغام په توګه پر خپله ټویټر پاڼه هم پورته کړی دی،په کې ویل شي، دا لیک یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د سلو کلونو پوره کیدو په مناسبت استولی دی.

لیک کې ټینګار شوی دی،چې د دواړو هیوادونو ترمنځ له شل کلنو  لوړو ژورو وروسته د دوحې هوکړه شوې او باید دغې هوکړې ته درناوی وشي،چې مثبتو اړیکو ته لار پرانېستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:« دوحې په موافقتنامه کې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو وړاندوینه شوې ده. موږ فکر کوو،چې د دوحې موافقتنامې  پوره تطبیق او ژمنتیا کولای شي، د دواړو دولتونو او ملتونو ترمنځ د مثبتو اړیکو نوی فصل پرانیزي،چې دا د دواړو هېوادونو پر ګټه ده.»

لیک کې راغلي،چې اسلامي امارت به د هوکړې پر بنسټ  کابل ته راننوتي وای،خو د تیر حکومت چارواکو د قدرت خلا رامنځ ته کړې وه او دوی اړ شول،چې هرڅه په خپل کنټرول کې راولي.

په دغه لیک کې له ټولو نړیوالو سره د ښو اړیکو ساتلو ته لیوالتیا څرګنده شوې او له امریکا په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه شوې.

بلخي وايي:«اوس د افغانستان د ودانۍ او انکشاف لپاره ټول فرصتونه مهیا شوي دي. په راتلونکې کې  د افغانستان په صنعت، زراعت او د کانونو په استخراج کې د امریکا متحده ایالات هم پانګونه کولای شي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د باور جوړونې لپاره باید دواړو لوري مثب ګامونه پورته کړي او د افغان ولس د مالي امنیت خونديتوب لپاره کنګل شوې پیسې راخوشې کړي.

بلخ زیاتوي:«موږ د نړیوالې ټولنې او امریکا په اندیښنو پوهېږو او د باور جوړونې لپاره دواړو لوریو ته په کار ده،چي مثبت ګامونه واخلي. موږ په دې باور یو،چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده،نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي.»

د دغه پرانیستي لیک په پای کې اسلامي امارات نړیوالو ته خبرداری ورکړی،چې په رسمیت نه پیژندل او د افغان ولس بشري ناورین به یوازې سیمې نه بلکې ټولې نړۍ ته ګران تمام شي او د کډوالۍ په ستر ناورین به بدل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist