د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هڅه به وکړي، چې بېجینګ کې د افغانستان په تړاو جوړېدوونکې غونډې ته طالبان هم ور وغواړي.
دغه ناسته، چې په راتلونکي زېږدیز کال کې ترسره کېدوونکې ده، ګاونډي او د سیمې هېوادونه په کې ګډون کوي.
قریشي، له ترویکا غونډې وروسته د بېجینګ د ناستې یادونه وکړه، خو تر اوسه د یادې ناستې ټاکلې نیټه نه ده څرګنده شوې.
د شاه محمود قریشي د دغو څرګندونو په اړه اسلامي امارات او چین تر اوسه څه نه دي ویلي.












