Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي له رییس الوزرا او د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر سره لیدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/17

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ د دوشنبې په سهار کابل ته راغلی دی.

قمي تر دې مهاله د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او رییس الوزرا سره لیدنه کړې او د دوه اړخېزو همکاریو پراختیا سربېره یې پرمهمو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو بحثونه کړي دي.

 د سیاسي چارو شنونکي وايي، ایران په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو را پدېخوا خپلې اندیښنې لري او د همدې اندېښنو د حل لپاره یې خپل استازی کابل ته رالېږلی دی.

شنونکی طارق فرهادي  وايي:« د ایران لومړۍ درجه اندېښنه داعش دی، چې په عراق او سوریه کې هم ورسره په جنګ و اوس نه غواړي، چې په افغانستان کې د داعش لمن پراخه شي او د ایران  بله اندیښنه  سرحد  یې دی، چې پکې د انساني قاچاق او نشه یي توګه  دقاچاق له پلوه اندیښنه لري.»

خو ځینې بیا په دې باوردي، چې ایران به خپلې اندېښنې لري، خو د سیمې پر کچه د افغانستان په تړاو ناستو دا ښکاره کړې، چې لاهم افغانستان ګاونډیانو او سیمې ته لومړیتوب لري.

شنونکی ویس ناصري وايي:« افغانستان ته د ایران د ځانګړي استازي سفر او یا هم د نړۍ د هېوادونو د نورو چارواکو سفرونه په دې مانا دي، چې لاهم افغانستان د هېوادونو د توجه پر محراق کې قراري لري، خو په ورته وخت کې دغه هېوادونه د ځان په تړاو له افغانستانه اندېښنې هم لري.»

د افغانستان په تړاو د ایران اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې واشنګټن له دوحې سره د یوې نوې هوکړې له مخې په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو ګټو د ساتنې مسوولیت قطر ته وسپاره.

شنونکی عزیز معارج  وايي:« له هغې وروسته، چې په افغانستان کې د امریکا د فعالیت لپاره د دوحې او واشنګټن ترمنځ د همکارۍ هوکړه وشوه، ایران یې اندېښمن کړی او اوس تهران د خپلو اندېښنو د شریکولو لپاره کابل سره تګ راتګ پیل کړی او د ایران خاورې ته د افغان کډوالو د وراوښتو مسله به هم د دې سفر د اجنډا برخه وي.»

له دې سفر وړاندې ایران د افغانستان په اړه ناسته جوړه کړې وه، چې د سیمې د یوشمېرهېوادونو استازو په کې ګډون کړی و، خو په سیاسي او اقتصادي لحاظ یې د افغانستان لپاره محسوسه ګټه نه ده ورکړې. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist