Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/15

پر ايران د اسرایيلو مخامخ بريد له امله دواړه هېوادونه د خپلمنځي تاوتريخوالي نوي پړاو ته داخل شوي او یو پر بر هوايي بریدونه کوي.

ایران کې مېشت افغانان وايي، د ايران او اسرایيلو ترمنځ جګړې يې پر کاروبار منفي اغېز کړی او په خبره يې دا احتمال هم شته چې د ياد وضعيت له دوام سره له ايرانه خپل هېواد ته د افغانانو ستنېدلو لړۍ چټکه شي.

دوی له ملګرو ملتونو غواړي چې د جګړې مخنیوي لپاره پر ايران او اسرایيلو فشارونه ډېر کړي او په دې توګه د عامو خلکو ژوند خوندي کړي.

ایران مېشته کډواله لینا افغان وايي: « د ایران حکومت ممکن د اقتصادي او امنیتي فشارونو له امله د افغانانو اخراج ته ادامه ورکړي او دا لړۍ له پخوا هم چټکه کړي. په دې اړه لاهم د ایران د پالیسۍ په اړه مالومات نه شته، خو دا جګړه ښايي ایران کې د افغانانو وضعیت نور هم خراب کړي. موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره هڅه وکړي.»

د ايران او اسرایيلو ترمنځ جګړه داسې مهال پيل کېږي چې ايران له خپلې خاورې په جبري توګه د افغانانو ايستلو لړۍ روانه کړې وه.

د کډوالو د حقونو مدافعان په ایران کې د افغان کډوالو پر ضعیت اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې ستونزو ته يې رسېدنه وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: «  په داسې یوه بحراني حالت کې چې ایران په جګړه کې ښکېل دی، د افغان کډوالو وضعیت باید په جدي، بېړنۍ او نړیواله کچه وڅارل شي. دا یو انساني بحران ته ورته حالت دی او که پاملرنه ورته ونه شي، ستره تراژيدي رامنځته کولی شي. د ایران حکومت باید تضمین ورکړي چې افغان کډوال به په جګړه کې نه قرباني کېږي. باید په دې اړه روښانه تګلاره جوړه شي، ترڅو افغان کډوال د جګړې په پلمه ونه ایستل شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړیوال سازمان او د کډوالو نورې ملاتړ ادارې باید فعالې وي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پيګیر وايي: « که خدای مه کړه د ایران په اټومي بټیو برید وشي او دا بټي چاودنه وکړي، ښکاره خبره ده چې زموږ د خاورې سرحدي سیمې به هم د هغو له تشعشعاتو زیانمنې شي.»    

د اسلامي امارت حکومت تازه په ايران کې د افغان کډوالو د اندېښنو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې ويلي چې په هر ډول شرايطو کې به په ټولو هېوادونو کې د خپلو اتباعو حقونه خوندي کوي.

فعالان او ډاکټران په ايران کې له مېشتو افغانانو غواړي چې د تهران او تل‌ ابيب ترمنځ په روانه جګړه کې د بې ‌طرفۍ په ساتلو سره، د ځان خونديتوب په موخه د ايران له نظامي مراکزو او اټومي تأسيساتو ځان لرې وساتي.

د ایران کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په ایران کې د افغان کډوالو شمېر له ۵ میلیونو تنو ډېر دی چې ګڼ شمېر یې په ياد هېواد کې د اوسېدلو قانوني اسناد نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist