Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/14

د لومړي ځل لپاره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قومندان منلې چې سرپرست حکومت بریالی شوی چې د داعش ډلې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او ترخپل حاکمیت لاندې خاوره کې یې ځپلي دي.

دغه امریکايي جګ پوړي چارواکي داسې مهال د داعش پر وړاندې مبارزه بریالۍ بللې چې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع شمشاد سره په مرکه کې د دې ډلې حضور په ټول هېواد کې رد کړی او دغه راز یې ډاډ ورکړی چې هېڅ هېواد دې له افغان خاورې اندېښنه نه لري.

قانع په دې اړه: « نن دغه ډله چې نه افغانستان کې فزیکي حضور لري او نه هم عیني حضور، په افغانستان کې ځپل شوې او ختمه شوې ده. متأسفانه د سیمې له یو شمېر هېوادونو کله کله د دې ډلې مدیریت کېږي. کابل کې د وروستۍ پېښې په ګډون زه ادعا کولی شم چې د پاکستان او تاجیکستان هېوادونو اتباع د روسیې، ترکیې او افغانستان په ګډون په پېښو کې دخیل وو.»  

قانع دغه راز ویلي چې همدا تېره اوونۍ یې په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای عملیاتو کې د دې ډلې دوه غړي وژلي دي.

قانع زیاته کړې، د داعش ډلې بریدونه د افغانستان له پولو بهر او په ګاونډیو هېوادونو کې پلانېږي او له  ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د وسله ‌والو او ترهګرو ډلو پر وړاندې حقیقي مبارزه وکړي. 

د قانع په خبره، اسلامي امارت هڅه کړې چې له پولو بهر هم د داعش ډلې بریدونه خنثی کړي او په هېواد کې ډېری نیول شوي داعش جنګیالي د نورو هېوادونو وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه وايي: « نن د نړۍ او د سیمې هېوادونه او په ځانګړې توګه آسیايي هېوادونه له دوی متضرر دي. پاکستان هغه هېواد دی چې خپل امنیت یې نه دی تأمین کړی، تاسو د دوی د امنیتي ځواکونو وضعیت او اقتصادي وضعیت ګورئ؛ اوس په داسې یوه حالت کې دي چې سیمه یې نا امنه کړې ده. نو د دوی ادعا موږ ته اساس نه دی او موږ دوی ته وایو چې خپل امنیت تأمین کړئ او د نورو لپاره ضرر او خلل جوړ نه شي، دا نه زموږ پر ګټه دي، نه د دوی او نه هم د اسلام چې د پردیو استخباراتو پروژې دلته عملي کړو.»    

کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د داعش د ځپلو ډاډ داسې مهال ورکوي چې د امنیتي او کشفي ادارو د مالوماتو له مخې، یاده ډله په څه باندې څلور میاشتو کې په برید کولو نه ده بیالۍ شوې.

خو یو شمېرهېوادونه افغانستان تورنوي چې د دغې ډلې جنګیالي لاهم افغانستان کې موجود دي او وېره ترې لري.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان د داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه بریالۍ ګڼي خو غوښتنه کوي چې د پولو او د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت دې لا ټینګ کړي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « که په افغانستان کې د داعش فعالیت یا د دوی تروریستي فعالیتونه له سرحدونو د تېرېدو له امله وي، باید پولې او سرحدونه ټینګ شي او سرحدي ځواکونه او استخبارات پياوړي شي. همدارنګه د پولو دواړو لورو ته پرتو ولسونو سره لا ډېر تعامل وشي او دا ورته وویل شي چې د دوی پر ګټه نه ده چې داعش یې له سیمو څخه تېر شي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغانستان هم متأثر شوی. دا یوه نړیواله موضوع ده، سیمه ییز او نړیوال هېوادونه او هغه زبر ځواکونه چې د مبارزې ادعا کوي، باید له افغانستان سره استخباراتي او لوجسټیکي مالومات تبادله کړي. په تېرو څلورو کالو کې اقتصاد محوره حکومت د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کول او امنیت نړۍ ته د پیغام په توګه وړاندې کړي.» 

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۵ کال د لومړۍ میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د اسلامي ‌امارت امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون په خپل کلني خپور کړي راپور کې پاکستان د داعش ډلې په روزنه، تمویل او ملاتړ تورن کړ او هغه مالومات یې خپاره کړل چې د کراچۍ او اسلام اباد د هوایي ډګرونو له لارې د بلوچستان او خیبر پښتونخواد قبایلي سیمو کې د داعش مرکزونو ته له سیمې هېوادونو را انتقال شوي جنګیالي لېږدول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist