Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/14

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د لوی اختر په درېیو ورځو کې له ګڼو چارواکو سربېره د بېلابېلو قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او د خصوصي سکټور له استازو سره جلا جلا کتنې کړې دي.

نوموړي د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره پر یووالي ټینګار کړی او په خبره یې د اساسي او اصلي اهدافو د هېرولو له وجې څو ځلې افغانستان له بحران سره مخ شوی.

حقاني په دې اړه وايي: « دا ترتیبونه چې کوم دي، زه یې په خپل فکر غواړم، ته یې په خپل فکر غواړې، داسې نه شي کېدای او ورانی جوړوي. کله چې زموږ کور وران شوی، دا په افغانیت او اسلامیت نه دی وران شوی؛ لامل یې دا دی چې موږ خپل علیا مقاصد پرې اېښې او د نورو د مقاصدو لپاره داسې ستونزې رامنځته شوې چې دا مملکت یې بحران ته وړی.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا له امنیتي ځواکونو غوښتي چې اجازه ور نه کړي څوک په هېواد کې د بې باورۍ، نافرمانۍ او اختلافونو رامنځته کولو هڅې وکړي.

حقاني په افغانستان کې جنګ پای ته رسیدلی بللی او په وینا یې، افغانان باید د سولې او ورورګلوۍ لپاره یو موټی او متحد شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې اړه ویلي: « موږ باید په ماضي محاسبه ونه کړو او په مستقبل اټکل ونه کړو، په مستقبل به د خیر اټکل کوو. دا د ټولو کارونو لپاره یوه مقدمه ده، موږ دا ډول محفلونه له خدای غواړو چې له یو بل سره کېنو او برداشت کړو. موږ باید په دې مانا سره وپېژنو چې د یوه افغانستان یو او د یوه اسلام دین پیرو یو.»

د سیاسي چارو کارپوهان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست څرګندونې ستایي او وایي، د افغانستان  دایمي ثبات د ټولو افغانانو په یووالي او اتحاد پورې تړلی دی.

دوی پر بهر مېشتو سیاستوالو غږ کوي چې د هېواد د آبادۍ لپاره دې بېرته افغانستان ته راستانه شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « یعنې یو بل منل، یوالی او د کمزورتیا د ټولو ټکو هېرول. موږ کولی شو د اسلامیت او افغانیت پر محور سره راټول شو او خپل هېواد آباد کړو.»

یو تن قومي مشر وايي: « په هغو ملکونو کې چې امنیت وي، سوله وي، جګړې نه وي او د خلکو ترمنځ یې وروولي وي، هغه ملکونه ډېر ژر له اقتصادي، تعلیمي، اجتماعي او سیاسي پلوه ټولو مسایلو ته لاسرسی پيدا کوي. غوښتنه مو دا ده چې د امنیت ترڅنګ د افغانستان خلک له اقتصادي پلوه هم خودکفا شي.»   

د کورنیو چارو وزارت سرپرست له دې وړاندې هم په خوست کې یوې غونډې ته ویلي و چې هېڅوک د افغانستان پرخلکو معامله نه شي کولی او ټینګار یې کړی چې ټول باید د افغانستان پرمختګ او آبادۍ ته کار وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist