عمران خان له خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې په اړه جدي ژمنه نه ده کړې.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ويلي، افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده، خو راپورونه وايي، نوموړي د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ کومه نوې او جدي ژمنه ونه کړه.
اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ويلي، له خلیلزاد سره په خبرو کې عمران خان دا ژمنه ونه کړه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي.
تیره ورځ خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي دي.
قریشي خلیلزاد ته ډاد ورکړی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې به پوره همکاري وکړي.