Skip to content
میانمار کې د پوځ پر ضد د سړیو مقاومت سربېره ښځې هم سړکونو ته راوتلي او د دیکتاتوري غندلو سربېره یې د مساوي حقونو غږ پورته کړی.
دغه ډله چې ټولې ښځې دي ځانونو ته جنګیالۍ وایي او ټینګار کوي، چې واکمن دیکتاتوران به له میانمار لرې کوي.
د ښځو دې ډلې ځینو غړو رسنیو ته ویلي، دوی نه یوازې د میانمار پوځ دیکتاتوري له منځه وړي، بلکې هلته به د جنسیتي نامساواتو پر وړاندې هم مبارزه کوي.
میانمار کې ښځو که څه هم په بېلابېلو لاریونونو کې ګډون کړی، خو دا لومړی ځل دی، چې دا ډول ډله جوړېږي د کومې چې ټولې ګډونوالې ښځې دي.