Skip to content
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د چین ولسمشر شي جینګ پینګ تر منځ دغه پر لیکه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د یادو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر ټولو بد وضیعت کې دي.
دا واک ته له رسېدو وروسته له شي جینګ پینګ سره د جوبایډن لومړی لیدنه ده.
امریکایي ولسمشر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د دواړو مشرانو مسوولیت دی ترڅو اجازه ورنه کړي، چې اوسنۍ ناندرۍ په جګړې بدلې شي.
اخوا بیا د چین ولسمشر شي جینګ پینګ ویلي، چې بایډن یې مخکینی ملګری دی او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید په ګډه کارونه پیل کړي.
هانګ کانګ، ټایوان او چین کې د ایغور مسلمانانو قضیه هغه مسایل دي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې ترینګلې کړي دي.