Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبید: تېرکال په کابل ولایت کې د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوې

عبید: تېرکال په کابل ولایت کې د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/11

د کابل ولایتي چارواکي وايي، په تېر ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د سړکونو، لویو لارو، پلونو او د اوبو رسولو شبکو د بیارغونې او جوړولو په ګډون، په بېلابېلو برخو کې يو شمېر کوچنۍ او لویې پروژې پلې شوې دي.

د دې ولايت والي امین الله عبید وايي، دغه پروژې د ۱۰ میليارده افغانيو په لګښت تطبیق شوې.

عبید په دې ا ړه وايي: « په کابل ولایت کې ډېر غټې پروژې چې تطبیق شوې او یا تر کار لاندې دي، له شاه او عروس بند او د کابل – غزني او کابل – جلال آباد له ټرانزیټي سړکونو پرته، څه کم لس میلیارده افغانیو په ارزښت پلې شوې دي. تمه لرو چې روان کال نورې پروژې هم تطبیق شي.»           

د کابل والي امين الله عبید په دې ولايت کې د څښاک پاکو اوبو کمښت مني، خو ټینګار کوي چې دا ستونزه به ډېر ژر د پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو په لېږدولو سره حل شي.     

د کابل والي په دې اړه وايي: « په دې برخه کې اسلامي امارت په لوړه سطحه هم کار کړی او د اسلامي امارت رهبر په دې اړه اړوند وزارتونو او ادارو ته ځانګړي حکمونه کړي. موږ هم غوښتنه او وړاندیز کړی او د اوبو او انرژۍ وزارت ته احکام شوي او تمه لرو چې له دوو یا درېیو خواوو د کابل ولس ته پاکې اوبه برابرې کړو.»

په ورته وخت کې، اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د پراختيايي پروژو په پلې کولو سره به ښاري پراختيا او کاري فرصتونه رامنځته شي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « د اقتصادي پروژو په پيل کېدو سره به په ډېره لوړه کچه د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي او په دې سره به هم زموږ د کابل د قدیمي ښار نقشه بدله شي او هم به موږ له ساده سیسټم څخه ډیجیټل سیسټم ته واوړو. ټرانسپورټ، د ښاروالۍ له خوا صفايي او نور خدمات، بلند منزلونه، مارکېټونه او سوپرمارکېټونه او نورې ټولې اړتیاوې په پام کې ونیول شي. دا به زموږ په اقتصادي برخه، د پانګونې برخه او کارموندنې په برخه کې د کار زمینه برابره شي.»            

ځینې نور بیا په هېواد کې د داسې پروژو پلي کول د کورنیو د اقتصاد  ودې او ګاونډیو هېوادونو ته د ځوانانو د غیرقانوني تګ د مخنیوي لپاره هم مهمې او ارزښتناکې بولي.

د سیاسي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي: « د بیارغونې او ساختماني پروژې نه یوازې د ښاري ژوند د سطحې او کیفیت پر لوړېدو مثبت اغېز لري بلکې کولی شي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ګاونډیو هېوادونو ته د کارګرې طبقې له وتلو مخه ونیسي او د فقر کچه په نسبي ډول راټیټه کړي.»

د کابل ښاروالۍ د مالوماتو له مخې، کابل ښاروالۍ په تېرو درې نیمو کالو کې له ۳۰۰ کیلومټرو زیات سړکونه، نږدې ۲۴ کیلومتره کانالونه جوړ او د عامه خدماتو او تولیدي ودانیو د جوړولو لپاره يې لسګونه نورې پروژې هم پلې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist