Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/05

د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو د وارداتو مخنیوي په موخه مالومات وړاندې کړل.

د دې ریاست چارواکي وایي، تېر کال د اسلام کلا، حیرتانو، ابو نصر فراهي، تورغونډۍ او آقینې بندرونو له لارې هېواد ته د ۷۰ زره۴۱۰ مټریک ټن بې کیفیته نفتي توکو د وارېدېدو مخنیوی شوی او له ډلې یې ۴۷ زره ۲۲۰ مټریک ټن هغه یوازې د ابو نصر فراهي بندر له لارې بېرته صادروونکي هېواد ته مسترد شوي دي.

دوی زياتوي، د ابو نصر فراهي بندر له لارې پر لوړه پيمانه د نفتي توکو مستردېدو له امله د اسلامي امارت رهبر د لارښوونې پر بنسټ، د دې بندر له لارې تر يوې مودې د تېلو پر وارداتو بنديز لګول شوی.

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ادارې رییس شمس‌الدین شریعتي وايي: « ټولټال ۷۰ زره ۴۱۰ مټريک ټنه نفتي محصولات د اسلام کلا، حیرتان، نیمروز، ابونصر فراهي، تورغونډۍ او آقینې بندرونو له لارې مسترد شوي چې له ډلې یې ۴۷ زره ۲۲۰ مټریک ټنه نفتي محصولات یوازې د ابونصر فراهي له بندر مسترد شوي دي. بنا ً، له نن چهارشنبې ورځې د ۱۴۴۶ کال د ۱۲ میاشتې له ۷ نېټې له دې بندر د هر ډول تېلو واردات درول کېږي.»

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي بیا ۲۰ کلنه جګړه، د بې ‌کيفيته او کم کیفیته وارداتي توکو کارېدل د چاپیریال اغېزمنېدو عمده لاملونه ګڼي او زياتوي، د اقليمي بدلون ناوړه اغېزو بيا له يادو عواملو سره يو ځای په افغانستان کې چاپېريالي ستونزې زياتې کړې دي.

د چاپیریال ساتنې ادارې مسلکي مرستيال زین العابدین عابد وايي: « غیر معیاري تېل عبارت له هغو تېلو دي چې په کې سلفر شته، درانو فلزاتو لکه سربو او زهري موادو کچه په کې لوړه وي او کله چې سوځېږي، لاندې خطرونه رامنځته کوي: سلفر اوکسایډ چې د تېزابي باران اصلي لامل ګرځي؛ نایتروجن اوکسایډونه چې د سږو د التهاب سبب ګرځي او نباتاتو ته زیان اړوی؛ په هوا کې معلق زرې چې د هوا له مهمو فکټورونو دي؛ کاربن منو اوکسایډ چې يو ډول بې بویه او بې رنګه زهري ګاز دی او زموږ ټولنې ته یې سخت زیان اړولی.»

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د بې کیفیته تېلو د واردولو مخنیوي ترڅنګ، د بې کیفیته روغتیایي او خوراکي توکو د واردېدو مخه هم ونيسي.

د دوی په خبره، افغانستان اوس مهال په بېلابېلو برخو کې په ۱۲۸ قلمه توکو کې پر ځان بسیاينې ته رسېدلی چې کیفیت یې له هر اړخه د ډاډ وړ دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي: « دا د ۴۲ کالو ناخوالې دي چې افغانستان ته بې کیفیته توکي وارېدل. موږ یوازې د تېلو په برخه کې اجراأت نه کوو، بلکې زموږ وړاندیزونه حکومت ته دا دي چې د بې کیفیته درملو، خوراکي توکو او تېلو مخنیوی دې وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ خونه او ټول خلک له دې ګام ملاتړ او هرکلی کوي.»

له دې سربېره، سرپرست حکومت هېواد ته د ټیټ معیار(A80) ډوله پټرولو واردات په مطلق ډول بند کړل او د دې ترڅنګ چارواکي وايي، هغه شرکتونه چې هېواد ته بې کیفیته توکي واردوي، له پېژندلو سره سم به په تور لېست کې شامل شي او د فعاليت اجازه به نه ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist