Skip to content
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ویلي، د جعلي پاسپورتونو، اسنادو او کمېشن کارۍ په تور یې شپېته کسان نیولي دي.
سعید خوستی وایي، نیول شویو کسانو کې د کمېشن کارانو او پارسپورت ریاست کارکوونکو سربېره هغه کسان هم شامل دي، چې د اسلامي امارت په نوم یې خلکو ته اخطار نامې جوړولې.
کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کسان به تر څېړنو وروسته رسنیو ته ښکاره کړي.
اسلامي امارت په اووه ولایتونو کې د پاسپورټو د وېش لړی پیل کړې او زیاتوي، چې له دې سره به کابل کې د مراجعینو ګڼه ګوڼه کمه شي.