Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/05

هرات کې د لوی اختر په راسېدو سره د څارویو لوړو بیو د دې ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي.

 دوی وایي، بې روزګارۍ او کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو، سږ کال د څارویو بیې لوړې دي او دوی یې د پېرلو وس نه لري.

د هرات اوسېدونکی غیرت وايي: « مالونه ډېر ګران شوي، څوک یې نه شي اخیستلی، معمولي څاروی تر ۱۵ زره افغانیو بیه لري.»

د هرات اوسېدونکی فهیم وايي: « دا پسونه د وچکالۍ له امله ګران شوي، هرات کې هېڅ پنډ او چاغ مال نه پيدا کېږي. دلته اوس له نورو ولایتونو مالونه راځي.»

مالدارن د څارویو د بیو لوړېدو لامل اختر نه بلکې وچکالي او د مالدارۍ کمېدل ګڼي.

دوی سږکال هرات کې د وچکالۍ له امله د څارویو کمښت دی او له نورو ولایتونو هرات  ته د څارویو راتګ د بیو لوړوالي اصلي لاملونه ګڼي.

څاروي پلورونکی محمد وايي: « نرخونه د تېر کال په پرتله دوه چنده لوړ شوي. ټول څاروي قېمه شتوي او چاغ مالونه نه پیدا کېږي. دلته څاروي یا له هلمنده راځي یا هم له فاریاب.»

څاروي پلورونکی جانان وايي: « سږ کال مالونه د تېر کال په پرتله په بیه لوړ دي، خو بیا هم خلک راځي او اخلي یې.»

په ورته مهال،  د هرات ځایي چارواکي وایي د څارویو بیو کنټرول سربېره یې د ښار پاکوالي په موخه اتو سیمو کې د څارویو لپاره پلور ځایونه ټاکلي.

دوی همداراز له خلکو غوښتنه کوي چې د ښار نظم او پاکوالي په موخه د قربانیو څاروي د هرات دولتي مسلخ کې ذبح کړي.

د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي: « د ښارپاکي او صفايي او د ښاریانو روغتیايي وضعیت په پام کې نیولو سره، په اتو موقعیتونو کې د څارویو د پېر او پلور لپاره ځایونه ټاکل شوي او خلک باید هملته ورشي.»

د هرات د دولتي مسلخ آمر سید نجیب الله هاشمي وايي: « موږ دلته ښه مجرب سلاخان او قصابان او همدارنګه کافي ځای لرو. هرڅومره کسان چې مراجعه وکړي، موږ خدمات ور رسولی شو. دغه کار د دوی د صحت لپاره او د ښار د پاکوالي لپاره هم مهم دی.»

د ښاروالۍ له خوا دا اقدام په داسي حال کې کېږي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د کانګو ناروغۍ زیاتوالي له امله هم د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist