Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

امنیت شوراد افغانستان بشري او سیاسي وضعیت په اړه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/04

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان بشري وضعیت اروزولو په اړه په روانه مياشت کې ناسته کوي.

يادې شورا ويلي، په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ(یوناما) مشره روزا اونتبايوا د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشره سیما باهوس او د اوچا ځيني چارواکي د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه مالومات وړاندې کړي.

د مالوماتو پر بنسټ، دې ناستې ته د وړاندې کېدونکي راپور مهمه برخه به افغانستان ته د بشري مرستو رسولو په اړه وي.

یادې شورا زیاته کړې:« په جون کې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ عمومي ناسته وکړي او ورپسې به تړلې مشورتې خبرې پیل کړي. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د دې سازمان سیاسي استازولۍ مشره روزا اتونبایوا، په ملګرو ملتونو کې د ښځو اجرائیوي ریيسه سیما باهوس او د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یو چارواکی هم ګډون ولري، چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو د ۲۶۱۵ پرېکړه لېک په اړه بحث به  د ناستې مهمه موضوع وي.»

په راپور کې د اپرل له ۲۷ د مې تر ۲ پورې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال ټام فلیچر افغانستان ته د سفر او له روغتیايي سکټور سره د نړیوالې مرستو د کمېدو اغېزو په اړه مالومات ورکړل شوي او ادعا شوې، چې د مرستو کمېدو له امله شاوخوا ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

خو له دې راپور وړاندې د عامي روغتیا وزارت چارواکو د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړلو راپورونه رد کړي او زیاته یې کړې ده  چې دغه مرکزونه لاهم د نړیوالو همکارو سازمانونو له لوري تمویل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت وايي:« زموږ هېڅ صحي مرکز یا روغتون تړل شوی نه دی. کوم روغتونونه چې نړیوالو خیریه بنسټونو مخکې هغه تمویل کول،  کله چې په ولسوالۍ او ولایت کې هغوی ترې لاس اخیستی، هغه د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت خپله تمویل کړی.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د ملګرو ملتونو  د دې ناستو موخه په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایتولو مسایل دي چې لاهم د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ د تعامل پر وړاندې خنډ دي.

د دوی په خبره، سرپرست حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره د رسمي تعامل لپاره خپلې پالیسۍ نرمې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:« زه فکر کوم دغه ناسته به مهمه ځکه وي چې افغانستان اوس دومره حساس وخت ته رسېدلی دی چې له یوې خوا یې سیمې او نړۍ سره اړیکې رغوونکي دي او له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې غړیتوب نه لري. نو ځکه ماته دغه ناسته مهمه ښکاري، خو اسلامي امارت ته هم دغه په کار ده، په دې کې شک نشته دی چې په افغانستان کې یو باثباته مرکزي حکومت شتون لري. په دې کې شک نشته دی چې په افغانستان کې سراسري سوله ده.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو ناستې چې اسلامي امارت حاکم شوی دی،  په څه کم څلورو کلونو کې څو ځلې وشوې، افغانستان په انزوا کې دی او نړیوالې مرستې هم دلته نه کېږي، ملت هم یو څه کړیږي، دا ناستې جوړې شوې خو هېڅ ګټه یې ونه کړه، کوم عملي ګام یې پورته نه کړ. نه یې اسلامي امارت نړیوالو ته داسې معرفي کړ چې پر رسمیت یې وپېژني، نه یې بشري مرستې جاري وساتلې، نه یې د افغانستان اړیکو ته داسې لاره برابره کړه، یوازې کیني او بېرته ولاړ شي او بیا پخوانۍ خبرې تکرار کړي. دې خوا طالبانو هم ونه شوی کړی چې دوی ته یو څه قناعت ورکړي. »

راپور کاږي چې اوس مهال د نږدې ۶۸ ملاتړو بنسټونو له لوري د مرستو له کمېدو سره ۴۵ سلنه د افغانستان جغرافیوي پوښښ هم راکم شوی او په دې توګه دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو څه باندې ۴۰ سلنه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي. 

په راپور کې له نړیوالو سازمانونو سره د بودیجې کمښت ته په اشارې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستې ډېرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist