د ننګرهار خبریالان وايي، ځايي چارواکي د خبریالانو امنیت نه شي ساتلی.
ننګرهار کې خبریالانو د یو خصوصي تلویزیون په مشر د تېرې شپې برید غندلی او ځایي چارواکي یې د خبریالانو په امنیت ټېنګښت کې مطلق ناکام وبلل.
تېره شپه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې نامالومه وسله والو د انعکاس راډیو تلویزیون مشر انجنیر زلمی تښتولی او موټر چلوونکی یې ورته وژلی دی.
خبریالان دې پېښې اندېښمن کړي او د انجینر زلمي د پېدا کېدل یې، ځایي مسولینو ته تر ۴۸ ساعتونو مشرط کړي خو د ننګرهار والي ویاند وايي دوی ټول امکانات په کار اچولي او کار کوي، چې انجنیر زلمی را خوشې کړي.
خبریالان د ښار په یوه مهمه سیمه کې د نامالومه وسله والو د تېرې شپې برید د ټولو خبریالانو لپاره ټکان ورکونکې موضوع بولي او په ځایي چارواکو په غصه دي، چې ګني د خبریالانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې بېغوره دي.
د انعکاس تلویزیون د نشراتو مشر وایي، تېر کال یې پر ادارې د برید مسولیت داعش منلی وو؛ خو اوس نه پوهیږي چې دا پېښه د چا له لورې رامنځته شوې ده او د څه لپاره یې انجنیر زلمی تښتولی دی.
خبریال شکرالله پاڅون هم د وسله والو د برید بریا د شته چارواکو غفلت بولي.
د برید مسولیت هم تراوسه چا ندی منلی.