Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/03

کابل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري دوه ورځنۍ ناسته دوام لري. د دې ناستې موخه داد ده چې د چاپېريال ساتنې ملي اداره د چاپېريالي وضعيت اروزنې لپاره له کورنيو او نړيوالو سازمانونو سره پر یوې تګلارې سلا مشورې وکړي.

هغوی چې له تخنيکي پلوه د دې پروسې ملاتړ کوي وايي، د مشورو په پايله کې د ټاکل کېدونکې تګلارې له مخې به د چاپېريالي وضعيت ارزونه په شپږو مياشتو کې د واقعيتونو پر بنسټ بشپړه او د مستند شویو ستونزو د حل لپاره به په کې عملي اقدامات په پام کې ونیول شي.

د رها موسسې رییس محمد یوسف حمیدیان وايي: « په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې وضعیت په اړه ویلی شو چې دا راپور په وروستیو ۱۰ کالو کې لومړنی جامع راپور دی چې ترتیب کېږي. دغه سند کولی شي په راتلونکو کالو کې د افغانستان د اقلیمي او چاپېریالي پلان جوړونې لپاره یو ستراتیژیک لارښود اوسي.»

د رها موسسې مرستیال عزت‌الله صدیقي وايي: « موږ د دې راپور لپاره له ۳ تر ۵ زرو سروېګانې لرو چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې به ترسره کېږي. همدارنګه له ۷۰ تر ۹۰ پورې تخصصي مرکې هم لرو چې له متخصصینو، مسوولینو او شریکانو سره به کېږي.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي يوازې اقلیمي بدلون نه بلکې لسيزې جګړې هم هغه لوی لامل ګڼي چې له امله یې افغانستان زيانمن شوی او ټينګار کوي چې له همدې کبله بايد د چاپېريالي ارزونو چمتو کېدونکی راپور هم پر واقعيتونو بنا وي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص وايي: « که د افغانستان د چاپېریال ارزونه وکړو، له دې سره نن سبا نړۍ کې تقریبا ً ټول هېوادونه د چاپېریالي ککړتیا له ستونزو سره مخ دي، خو افغانستان ولې تر نورو ډېر له مشکلاتو سره لاس په ګرېوان دی؛ د دې لامل دی چې له یوې خوا افغانستان کې څلور لسیزې نا امني تېره شوې او ورسره د افغانستان په مختلفو ځایونو کې چې کوم نور نهادونه دي، باید په دې برخه کې پوره همکاري وکړي، ترڅو وکولی شو نړۍ ته د افغانستان د چاپېریال واقعي انځور وړاندې او په خپلو راتلونکو پلانونو کې یې په پام کې ونیسو.»

نوموړی همدا راز له نړیوالو غواړي چې عام افغانان د سياسي مسايلو قرباني نه کړي بلکې  برعکس دې يې د ستونزو په حل کې واقعي همکاري وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس وايي: « د افغانستان ملت بدلېږي نه، که دلته د هرچا واکمني او د هر زبرځواک یرغل و، د افغانستان ملت همداسې پاتې شوی. نړۍ باید له دې خلکو سره خپل سیاستونه تر نظامونو پورې ونه تړي. دا څنګه کېدای شي چې همدې خلکو لپاره پرون له ۱۰۰ تر ۸۰۰ میلیونو ډالرو پروژې عملي کېدې، خو نن نه شي عملي کېدای؟ دا هماغه خلک دي، هېڅ نه دي بدل شوي.»

له دې وړاندې د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه درې راپورنه وړاندې شول چې لومړی هغه یې په ۲۰۰۳ کال، دویم یې په ۲۰۰۸ او درېیم هغه یې په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې شوي.

په دغو راپورونو کې د چاپېریالي وضعیت د ارزوني لپاره د عملي اقداماتو په برخه کې نړیوالو سازمانونو او مرستندویه موسسو ته وړاندیزونه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist