Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/03

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) په يوه تازه راپور کې ويلي، اوس ‌مهال د بېلابېلو لاملونو له امله په افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي.

دې صندوق د ياد محروميت لاملونه د ښوونځيو لپاره د مناسبو ودانيو او تجربه لرونکو ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځينه ښوونکو کموالی ياد کړی.

راپور کې  د کورنيو اقتصادي ستونزې هم له زده کړو د يو شمېر ماشومانو د محرمېدو هغه عمده لامل ګڼل شوی چې ډېر کله د کورنيو لګښتونو پوره کولو لپاره ښوونځیو ته د تګ پر ځای ماشومان کار کولو ته اړباسي.

 د یونیسف راپور یوه برخه:« په افغانستان کې نږدې ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي. ډېری هغه ښوونځيو ته د مناسبو ودانيو کموالي، د څښاک پاکو اوبو او د حفظ‌ الصحې نه شتوالي، د مسلکي او په ځانګړې توګه د ښځينه ښوونکو کموالي، اقتصادي ستونزو او له خپلو کورنيو سره د مالي ملاتړ په موخه د کار کولو له امله ښوونځيو ته نه شي تللی.»

خو پوهنې وزارت د يونیسف دغه موندنې ردوي او زياتوي چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې څه باندې ۳ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته جذب او ترڅنګ يې زر بابه ښوونځي هم نوي جوړ شوي دي.

د پوهنې وزارت وياند منصور احمد حمزه وايي: « پوهنې وزارت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې هغه ادعا چې د زده کونکو د نه جذب او زده کوونکو د نه تعلیم رسونې په اړه کړې، غیر عادلانه او له حقیقت لرې ګڼي. د پوهنې وزارت په خپل بې ساري اقدام کې تر نن ورځې شاوخوا ۳ میلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته جذب کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې له ۱ زر او ۱۰۰ بابو زیاتو ښوونځیو لپاره نوې او معیاري ودانۍ جوړې کړې دي. د دې ترڅنګ، له ۳  زرو زیاتو ښوونیزو مرکزونو ته ودانۍ ترمیم او بیا رغول شوې دي.»        

له دې سره، د بشري حقونو ځينې مدافعان پر سرپرست حکومت سربېره له نړيوالو سازمانونو غواړي چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې شته ستونزو او ننګونو ته جدي رسېدنه وکړي.

د بشري حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « له زده کړو د ۴ میلیونو زیاتو ماشومانو محرومیت ژور بشري بحران دی چې عمده عوامل یې پر زده کړو بنډیز، اقتصادي ستونزې، له جنډر سره مخالفت او کمزوری تعلیمي سیسټم دی. له بلې خوا، نړیوال سازمانونه او سرپرست حکومت باید د دغو ستونزو د هواري په موخه کوټلي ګامونه واخلي، ژره تر ژره د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې خلاص کړي او له شپږم ټولګي پورته یې زده کړو ته پرېږدي. همدارنګه نړیوال سازمانونه باید بې طرفه او غیر سیاسي تعلیمي پروژې پلې کړي.»              

يونیسف دا ادعا داسې مهال کوي چې سرپرست حکومت واک ته له رسېدو راهيسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او تحصيل تر نامالوم امرثاني بنديز لګولی. هغه څه چې عامو خلکو يې په وار وار د لرې کولو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist