• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/02

د هېواد سوېل کې پراته فراه ولایت والي غوث الدین رهبر پرون د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ د دوه ورځني سفر لپاره د ماهیرود پولې له لارې د ایران جنوبي خراسان ولایت ته تللی.

غوث‌الدین رهبر په دې سفر کې د ایران جنوبي خراسان له یو شمېر چارواکو سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې.

د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د جنوبي خراسان والي محمد رضا هاشمي له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د ماهیرود ګډې پولې پر اقتصادي اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې افغانستان کولی شي له دې لارې د نړۍ له بازارونو سره وصل شي.

د ایران د جنوبي خراسان والي محمد رضا هاشمي ویلي: « ماهیرود د اقتصادي اړیکو پراختیا، د صادراتو زیاتولو او د دوه‌ اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصت دی. افغانستان کولی شي سیمه ‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران د جنوبي خراسان لاسرسی اسانه کړي. دغه ګډه پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهمه ونډه لري او په دې برخه کې په ولایتي او ملي کچه د همکاریو دوام یوه مهمه اړتیا ده.»

د فراه والي د دې سفر هدف د دوستۍ اړیکو نوي کول، د ځینو اقتصادي مسایلو او ننګونو څېړل او له ګاونډي هېواد سره د بېلابېلو غونډو د ترسره کېدو لپاره د ژمنتیا ښودل یاد کړي.

په همدې حال کې، اقتصاد وزارت هم دغه لاره د اقتصادي پراختیا لپاره مهمه بولي او له ګاونډیانو سره د اړیکو د زیاتولو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « ماهیرود پوله د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پرختیا او پراخو تجارتي مبادلاتو په برخه کې مهم رول لوبوي.  اسلامي امارت هڅه کوي له ګاونډیو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي، ترڅو تجارتي، ټرانزیټي او اقتصادي پراختیا رامنځته شي.»                 

د اقتصادي چارو شنونکي هم دغه ليدنه ګټوره بولي او ټينګار کوي، هر څومره چې د صادراتو او وارداتو لپاره بديلي لارې وي، په هماغه اندازه د سوداګرۍ زيانمنېدو مخنيوی کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « هرڅومره چې بدیلې لارې ډېرې وي، زموږ د هېواد پر ګټه دي او زموږ سوداګر به له هغو خطرونو ژغورلي وي چې ډېر کله ورسره مخامخ کېږي. دوی کولی شي د لارو بندېدلو پرمهال بدیلې لارې خپلې کړي.»                   

افغانستان او ایران له ۹۰۰ کیلومټره زیاته ګډه پوله او څو رسمي لویې لارې لري. د دې لویو لارو له ډلې یوه هم د ایران جنوبي خراسان او فراه ولایت نښلوونکې پوله، ماهیرود دی.

د ماهیرود–فراه پوله د دواړو هېوادونو د صادراتو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ډېر ارزښت لري، خو د اړینو زیربناوو نه شتوالی او ګمرکي ستونزې هغه څه دي چې له دې فرصته ګټه اخیستل یې محدود کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist