Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محمدوف: ترکمنستان د افغانستان له سرپرست حکومت سره عملي کار ته دوام ورکوي

محمدوف: ترکمنستان د افغانستان له سرپرست حکومت سره عملي کار ته دوام ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/02

د  ترکمنستان ولسمشر د مرکزي آسیا- ایټالیا په سرمشریزه کې چې د مې پر ۳۰ مه په قزاقستان کې ترسره شوه، ټینګار کړی چې یاد هېواد د افغانستان وضعیت له پامه نه شي غورځولی او په خبره یې له افغانستان سره د نړیوال ډیالوګ رامنځته کېدو په موخه عملي کار ته دوام ورکوي.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت ویلي: « د ترکمنستان ولسمشر پر دې ټینګار وکړ چې دا هېواد نه شي کولی په افغانستان کې روان وضعیت له پامه وغورځوي. ترکمنستان دا مهم ګڼي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړیوال ډیالوګ رامنځته کېدا په موخه عملي کار ته دوام ورکړي.»

په ورته مهال، نوموړي په افغانستان کې ځینو مهمو پروژو ته په اشارې ویلي، ترکمنستان هڅه کوي له افغانستان سره په ګډو ګټو کې ښکېل شي او په خبره یې په سیمه ‌ییزو لویو پروژو، په تېره بيا د هغه دهلېز جوړولو په اړه کار وکړي چې افغانستان، پاکستان او ترکمنستان سره نښلوي.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي: « ترکمنستان هڅه کوي چې له افغانستان سره په ګډو ګټو کې ښکېل شي او هغه څه وکړي چې اړتیا یې لېدل کېږي. موږ په سیمه ‌ییزو لویو پروژو لکه ټاپي او نورو پروژو هم غور او پام کوو. د دې ترڅنګ به د هغه کورېډور او لارې په اړه هم کارو کړو چې افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ترمنځ ګډه لاره رامنځته کوي او دا څه به په افغانستان کې بشري مرستو رسولو کې هم مهمه ونډه ولري.»

د سرپرست حکومت چارواکي بیا د ترکمنستان د دې دريځ ستاينه کوي او وايي، سترې سیمه ‌ییزې پروژې د سیمې په اتصال او ثبات کې مهم رول لري او له لارې یې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ پراخېدای شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « موږ هم د ترکمنستان هېواد د دې دریځ حمایت او هرکلی کوو. دوی واقعا ً سترې سیمه ییزې پروژې یې د سیمې په اتصال او ثبات کې مهم رول لري. افغانستان د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه د داسې سترو او اتصالي پروژو یوه مهمه برخه دی. موږ په دې باور یو چې د دې ډول لویو پروژو په پلي کېدو سره به د سیمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي او نورې همکارۍ لا پراخې شي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا په نړیوالو سټېجونو کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانستان مثبت انځور وړاندې کول مهم بولي او له هغو ګاونډیو هېوادونو چې خپلو شخصي موخو ته د رسېدو په هڅه کې دي، غوښتنه کوي چې دې دریځ ته د پای ټکی کېږدي.

د دوی په خبره، اسلامي امارت ته په کار ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د ټاپي، کاسا زر او نورو  سترو پروژو چارې عملي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسلم دانشمل وايي: « د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو او د هغوی د لوړ پوړو چارواکو نظریات یو رغنده فکر دی او د افغانستان د اوسني دولت اړیکې غښتلې کوي. همدارنګه دا مهمه ده چې پر نړیوالو سټېجونو د افغانستان لپاره لابي ګري وشي.»

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « ترکمنستان او د منځنۍ آسیا نور هېوادونه زموږ ګاونډیان دي. اسلامي امارت ته په کار ده چې له دوی سره په اړیکو کې له دقت کار واخلي او له اوسني فرصت سالمه استفاده وکړي.»

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال ترکمنستان او افغانستان د ۲۰۰ میلیونو ډالرو زیات ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل چې د ساختماني موادو لکه پولادو، رنګ، مرمر ډبرو او خوراکي توکو راکړه ورکړه په کې شامل دي. دا تړونونه د سوداګرۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist