Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل او اسلام‌اباد په خپلو کې د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول مثبت ګام بللی

کابل او اسلام‌اباد په خپلو کې د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول مثبت ګام بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/02

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ټیلیفوني مکالمې خبر ورکړی.

په اعلامیه کې راغلي، دواړو لورو د  سفیرانو کچې ته د ډېپلوماټیکو اړیکو لوړول د همکاریو د پراختیا په برخه کې ګټور یاد کړي.

د اعلامیې یوه برخه:« د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د پاکستان لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړېدو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې. دواړو لوریو څرګنده کړه چې د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول به په ګڼو برخو کې د همکاريو پراختيا ته لار پرانیزي.»

د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر لوړه کچه د دوه اړخیزو اړیکو شتون د دواړو هېوادونو لپاره مهم ګڼي، خو ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متوازنې پالیسۍ پر بنسټ اړیکې وپالي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « زه هیله لرم پاکستان په خپلو پالیسیو کې اساسي تغییر راولي او افغانستان ته د یوه متمدنه اړیکې لاس ورکړي. دا به د دواړو هېوادونو پر ګټه وي. همدارنګه افغانستان ته په کار ده چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یوه متوازنه پالیسي ولري.»        

ځینې نور بیا پاکستان تورنوي چې تل یې د افغانستان پر وړاندې د لاسوهنې پالیسي غوره کړې او په خبره یې، دا هېواد باید له خپلو تېرو ترخو تجربو زده ‌کړه وکړي او په رښتینې مانا دوستانه اړیکې وپالي.

د نړیوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « پاکستان هېڅکله د افغانستان په تړاو له صداقت کار نه دی اخیستی، بلکې د خپلو ځینو اندېښنو له امله یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته ادامه ورکړې، په افغانستان کې د جګړو او اقتصادي فشارونو زیاتېدو لامل ګرځېدلی. زه هیله لرم پاکستان د افغانستان په تړاو له تېرو ترخو تجربو درس واخلي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « که دوی ریښتیا هم غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې وپالي، نو خپلې دروازې دې خلاصې کړي، افغان سوداګر دې نه ځوروي او په ریښتینې توګه دې وښيي چې له افغانستان سره ښې او سالمې اړیکې پالي.»                  

له اسلام ‌اباد سره د لوړې کچې ډېپلوماټیکو اړیکو په اړه راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته مولوي امیرخان متقي د دوه اړخیزه اړیکو، ګډو همکاریو او یو شمېر نورو سیمه ‌ییزو موضوعاتو پر سر د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist