Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/01

هرات ولایت کې د ۴۳.۲ مېګاواټه بادي برېښنا او ۵ مېګاواټه لمریزي برېښنا د تولیدي پروژو چارې پیل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې په داخلي کچه د ظرفیتونو ګټې اخیستنې لپاره هڅې پیل شوې او په کور دننه د داخلي او بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې مناسبه زمینه برابره شوې ده.

برادر په دې اړه وايي:« دا پروژه به نه یوازې د برېښنا دوامداره رسېدل یقیني کړي بلکې د هېواد د سوداګریزو او تولیدي بنسټونو د برېښنا د اړتیاوو په پوره کولو کې هم مهم رول ولوبوي. له دې سره به یادې پروې سلګونه هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي. دا ستره لاسته راوړنه د افغانستان د انرژۍ د خودکفايي پر لور یو مهم ګام بلل کېږي. دا به نه یوازې پر وارداتي برېښنا د هېواد اتکا راکمه کړي بلکې د چاپېریال ساتنې، داومدارې انرژۍ او نوې ټېکنالوژۍ د ترویج لپاره به هم فرصتونه برابر کړي.»

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وايي:« ۷۷ شرکت تېر کال د کجکي بند د برېښنا کچه ۱۰۰ مېګاواټو ته پورته کړه او هماغه وخت یې ژمنه وکړه چې نږدې راتلونکي کې به هرات ولایت کې د ۲۰۰ مېګاواټو برېښنا د تولید یوه پروژه پيلوي. د دې پروژې لومړی فاز نن پرانیستل شو؛ موږ له دوست هېواد تورکیې مننه کوو او تمه لرو چې خپلې تجربې له افغانانو سره هم شریکې کړي.»

د مسوولینو په خبره، د ۴۳.۲ مېګاواټه بادي برېښنا پروژې لومړي فاز چاري به د نږدې ۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت د یو نیم کال په موده کې او ۵ مېګاواټه لمریزي برېښنا پروژې چاري به د ۴ میلیونو ډالرو په لګښت د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې بشپړې شي.

د برېښتا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر وايي: « اسلامي امارت په دې باور دی چې موږ باید په ټولو برخو کې پرځان بسیا شو. د هېواد د ځان بسیاینې لپاره برېښنا یو اړین عنصر دی، برېښنا زموږ فابریکې چلوي، ځوانانو ته کار پیدا کوي، روغتيايي او تعلیمي سیسټم ته مو پرمختګ ورکوي. موږ نه شو کولی په اوسني عصر کې له برېښنا پرته ټېکنالوژۍ ته لاسرسی ولرو. د همدې لپاره موږ هڅه کوو چې خپلو هېوادوالو ته په پاکه او خوندي برېښنا ورسوو. تاسو پوهېږئ چې د ظاهر شاه له وخت نیولې تر تېرو څو میاشتو پورې، موږ یوازې ۲۵۰ مېګاواټه برېښنا لرله، خو نن د دې شاهد یو چې له ۹۰۰ مېګاواټو زیاتې برېښنا د تولید پروژې لاسلیک شوې دي او هره اوونۍ یې د پرانیستلو کوربه یو.»

د ۷۷ ترکي شرکت رییس سلیمان جیلیو وايي: « موږ د خپلو تخنیکي همکارانو په مرسته د باد سنج څخه استفاده کړې او دوه کاله مو دې برخه کې کار کړی. د  بادي برېښنا تولید لومړي فاز چاري به د څه باندي ۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت د هرات حوض دښت سیمه کې پیل شي او کوښښ کوو چې په ټاکلي موده کې یې چارې بشپړې کړو.»

بله خوا صنعتکاران وایي، اوس هم د کال بېلابېلو فصلونو کې د برېښنا له کمښت سره مخ دي او هیله لري چې  د یادو پروژو په بشپړېدو سره یې شته ستونزې راکمې شي.

د هرات ولایت یو تن صنعتکار وايي:« دلته نوي پانګوال راغلي او غواړي پانګونه وکړي، خو د برېښنا ستونزه لري. موږ هیله لرو د دې پروژو په بشپړېدو سره د صنعتي ښارګوټي برېښنا تأمین شي.»

د یادونې وړ ده چې په هرات کې به په ټولیز ډول د ۷۷ په نوم ترکي شرکت له خوا د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا تولیدولو لپاره ۲۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist