Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/01

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ياد هېواد کورني امنیت وزارت هغه پرېکړه د امریکايي سیاستوالو ترمنځ پر اختلافي موضوع بدله شوې چې له مخې یې د لنډمهاله خونديتوب(ټي.پي.اېس) په موخه امريکا ته ورغلي شاوخوا ۸ زره افغانان بېرته افغانستان ته استول کېږي.

د امریکا سنا جرګې دوو غړیو جینې شاهین او لیزا مورکاسکي تازه د یوه لیک له لارې د ولسمشر ټرمپ ادارې دغه پرېکړه غندلې او ترې غوښتي يې دي چې په دې موضوع له سره غور وکړي.

د لیک په یوه برخه کې راغلي: « موږ په دې لیک کې پر هغې وروستۍ پرېکړې ژوره خواشیني څرګندوو چې له مخې یې د لنډمهاله خوندیتوب طرحې د څه باندې هغو ۸ زرو افغان کډوالو د مېشتېدنې پروسه پای ته رسوي چې دا مهال په امریکا کې مېشت دي.»

په لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې دغه پرېکړه کولی شي د ښځو او ماشومانو په ګډون د زرګونه افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د دې ترڅنګ، دغه پرېکړه ستر تاریخي خیانت بلل شوی او د هغو ارزښتو او ژمنو له منځه تلل یې بللي چې له مخې یې امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان د لاسته راوړلو هڅه کوله.

په دې لیک کې زیاته شوې: « دغه پرېکړه د زرګونه هغو افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي چې (په تېرو ۲۰ کلونو کې) یې له امریکا سره همکاري کړې. دغه پرېکړه زموږ کړو ژمنو ته تاریخي خیانت بلل کېږي او هغه ارزښتونه له منځه وړي چې موږ یې د تحقق لپاره په افغانستان کې ۲۰ کاله جګړه وکړه.»

د افغان کډوالو د حقونو چارو فعالان هم دغه پرېکړه غندي او وايي، دا پرېکړه کولی شي د لنډمهاله خوندیتوب طرحې په اډانه کې شامل ۸ زره افغان کډوال له نا څرګند برخلیک سره مخ کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع علیرضا کریمي وايي: « د امریکا د حکومت دا پرېکړه د مهاجرتي سیاستونو د سختولو ښکاروندويي کوي او د زرګونه افغان مهاجرو ژوند له خطر سره مخامخوي. له انساني لید لوري، د هغو انسانانو شړل چې له جګړې او نا امنیو تښتېدلي وي، نه یوازې د امریکا اخلاقي ژمنې له پوښتنې سره مخ کوي بلکې کولی شي افغانستان کې د لا پراخو ناورینونو سبب هم شي. همدارنګه دغه اقدام کولی شي له پناه غوښونکو او کډوالو د ملاتړ په اړه د امریکا اعتبار هم کمزوری کړي او دغه راز په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزو اندېښنو یوه لویه څپه رامنځته کړي.»    

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « د امریکا دغه پرېکړه کولی شي د ۱۴ زره ۶۰۰ افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي چې د ایستلو له خطر سره مخ دي. د دې نا عادلانه او اندېښمنوونکي ملاتړ پای ته رسولو سره باید امریکا خپل هغه اخلاقي تعهد وساتي چې په افغانستان کې د همکارۍ پرمهال یې له دغو کسانو سره کړی و.»      

د امریکا د لنډمهاله خوندیتوب طرحه د هغو هېوادونو د وګړو لپاره په امریکا کې د لنډمهاله مېشتېدنې فرصت برابروي چې د پراخو جګړو، طبیعي آفتونو او بشري حقونو د نقض په څېر له ژوند ګواښوونکو خطرونو سره مخ وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist