د سوېل پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د صنعتي پارک چارې چې د نا امنۍ، ځمکو د نه تصفیې او ځینو نورو لاملونو له کبله ځنډیدلې وې، مسوولین وایي، پر وړاندې یې ټولې ستونزې هوارې شوي او د جوړېدو چارې یې پیل شوي دي.
د یاد ولایت والي محمد علي جان صنعت کارانو او سوداګرو ته د امنیت خوندیتوب تر څنګ ډاډ ورکړ،چې د صنعتي پارک د جوړیدو پر وړاندې به هېڅ ډول ستونزې ونه زغمي.
جان زیاته کړه:« که د امنیت په برخه کې دي، که د صنعت په برخه کې دي او د وطن د پرمختګ په برخه کې هر څوک خنډونه جوړوي، مخنیوی یې کوو او تاسو ته دا ډاډ درکوو.»
صنعت کاران د صنعتي پارک د چارو بیا پیل ته خوشاله دي،خو د ځمکې د بیې له لوړوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي،چې پارک ته د برېښنا غځولو په اړه دې هم عملي اقدامات وکړي.
صنعت کار فضل الدین جلالزی وايي:« لوی ستونزه د زیربنا د بیو لوړوالی دی، صنعت کاران څه کورونا وبا او څه وروستیو تحولاتو ځپلي دي. زموږ هېله دا ده،چې بیې به راټیټيې کړي.»
صنعت کار رحمت الله راشد بیا وايي:« د صنعتي پارک له پرانیستې وروسته موږ چې کومه ستونزه لرو، د برېښنا ده. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې پارک دې د برېښنا غځولو برخه کې عملي اقدامات وکړي.»
د صنعت او کانونو خونې مرستیال ظریف ګل ځدراڼ له مسوولینو د صنعت کارانو د بشپړ ملاتړ او ادارو کې د کورنیو تولیداتو د کارونې غوښتنه کوي.
ځدراڼ زیاتوي:« له کورنیو تولیداتو استفاده کول،د هر افغان دنده ده. که څوک اداره کې اوسېږي،کور یا بل ځای کې باید له کورنیو تولېدات استفاده وکړي. له صنعت کارانو په ټولییز ډول ملاتړ په کار دی.»