Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/01

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، د افغانستان لپاره يي د ازبېکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشېف سره خبري کړې او دا خبرې يې ګټورې وې.

د نوموړي په خبره، له ارګاشېف سره يې په دې بحث کړی چې څنګه پاکستان او ازبېکستان له افغانستان سره د سياسي اړيکو زياتولو ترڅنګ سوداګري پياوړې او پر اقتصادي همکاريو سربېره د ظرفيت لوړولو په برخه کې همکاري کولی شي؟

محمد صادق خان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « د افغانستان لپاره د ازبېکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشېف سره مې ګټوره انلاین ناسته وکړه. له افغانستان سره مو د خپلو هېوادونو د اړیکو په تړاو ژور بحث درلود چې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو او پر ظرفیت لوړونې سربېره په کې ګڼ مهم مسايل شامل وو. په دې ناسته کې مو دغه ‌راز د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د اورګاډي پر هغې پروژې هم خبرې وکړې چې حیرتان له کراچۍ سره نښلوي.»

په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي له یادو هېوادونو سره د سوداګرۍ پياوړتیا لپاره اړیکې مهمې بولي، خو د پاکستان پر ژمنو باور نه لري.

 دوی وايي، پاکستان د سیاسي اړیکو ترڅنګ په سوداګرۍ کې د ستونزو حل په موخه په وار وار  ژمنې کړي، خو عمل پري نه کوي.

د اقتصادې چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « هرڅومره چې اړیکې پراختیا پیدا کوي او د هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي او اقتصادي برخه کې ناستې ترسره کېږي، د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره اړین دي. له دې لارې افغانستان ته په کافي اندازه پانګه داخېلېدای شي او د پانګې اچونې په صورت کې د وزګارتیا کچه کمېږي او کاري فرصتونه ډېرېږي.»

بله خوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، سرپرست حکومت دې د رېل پټلۍ پروژې ترڅنګ په لویو پروژو کارونه چټک کړي او په ګاونډیو دې خپله اتکا راکمه کړي.

 دوی زیاتوي، ځینې ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې افغانستان ځان بساینې ته ورسېږي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « بد بختانه پاکستان ډېر کله دغه شان ناستو ته سیاسي رنګ ورکوي، که په دې ناستو کې په اقتصادي مسایلو هم بحث شوی وي، دوی یې سیاست ته راکاږي. دا چې اوس وخت په دې اړه څه شوي یا نه دي شوي یا خبرې شوې، که چېرې عمل پرې وشی، نو دا پروژې چې د یوه پلان له مخې رامنځته شوې او دا عملي شي، ګټه به ولري.»

له دې وړاندې هم پاکستاني او ازبېکستاني چارواکو له افغانستان سره د سیاسي اړیکو زياتولو ترڅنګ، له افغانستانه د امنيتي مسايلو په اړه خبرې کړې وې.

 تازه څرګندونې يې په داسې حال کې دي چې پاکستان له افغانستان سره د سفير ترکچې د اړيکو زياتولو پرېکړې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist