Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د قطر نوی رول به  د کابل او واشنګټن ترمنځ رسمي اړېکو ته لار پرانېزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/15

 د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،قطر له  اسلامي امارت او امریکا سره ښې اړیکې لري او نوی رول به یې له افغانستان سره د امریکا پرې شوې اړیکې ترمیم او د رسمي اړیکو پیل ته به لار پرانیزي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« په تېرو درېیو کالونو کې قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه وه. قطر په سیمه کې او ځانګړې توګه په افغانستان کې د امریکا په استازیتوب ستراتیژیک کردار لوبوي. دا به طالبانو ته زمینه برابره کړي،ترڅو په ښه او اسانه توګه وکولای شي،خپلې چارې د قطریانو په منځګړیتوب له امریکایانو سره ورغوي او د دغه کار ترسره کیدل کولای شي،چې په نږدې راتلونکي کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د رسمي اړیکو جوړولو لار اواره کړي.»

افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکو ګټو پاللو او ساتلو په موخه د واشنګټن او دوحې  ترمنځ  تازه  هوکړه لاسلیک شوې ده. 

د نوې هوکړې له مخې،  امریکا د قطر سفارت کې یوه مشورتي څانګه پرانیزي او قطر به د امریکا له دیپلوماتیکو ګټو ساتنه کوي.

یو شمېر شنونکي بیا  وايي، قطر له امریکا او اسلامي امارت دواړو سره ښې اړیکې لري او دوحه دا درک لري،چې د اسلامي امارت  او امریکا ترمنځ کوم موارد د حساسیت او تعامل وړ دي او پر همدې  اساس به د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي اړیکو  له سره رغولو کې مهم رول ولري. 

شنونکی ذاکر جلالي وايي:«  قطر یو داسې هېواد دی،چې هم د امریکا له متحده ایالاتو سره ښې اړیکې لري او هم په افغانستان کې له نوي حکومت سره په  ګډو مواردو له نږدې اړیکې لري،خو مهمه یې داده،چې قطر دغه درک لري،چې په کومو مواردو کې د افغانستان حکومت او امریکا حکومت ترمنځ تعامل کېدلای شي او کوم موارد سرې کرښې دي.»

ځینې بیا په دې باور دي، که اسلامي امارت د قطر اوسني ماموریت لپاره ښه ستراتیژي جوړه کړي، کولای شي،چې له ټول لویدځ سره د اړیکو لپاره ترې ښه ګټه واخلي.

شنونکی عزیز معارج وايي:« قطر هغه هېواد دی،چې څو کاله د طالبانو سیاسي دفتر هلته موجود و او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې پروسې مدیریت دوی پرمخ وړه او اوس د افغانستان اوسنی دولت هم له قطر سره ښې اړیکې لري او دوي هم کولای شي،چې د یوې قوي ستراتیژۍ پر اساس د قطر له لارې له امریکا او  ټول غرب ښه استفاده وکړي.»

په تیرو څو کلونو کې قطر د طالبانو امریکا ترمنځ د سولې خبرو کوربه وه او دغو خبرو د قطر هېواد په اسان چارې سره پایله ورکړه او د امریکا او طالبانو ترمنځ  د سولې هوکړه لاسلیک شوه،چې پر اساس یې امریکایې ځواکونو افغانستان پریښود. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist