Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/28

د روسیې پلازمېنه مسکو ښار د مسکو فارمټ ۱۳مې نړیوالې امنیتي غونډې کوربه دی چې د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون وکړي.

د دې درې ورځنۍ غونډې مشري د روسیې ملي امنیت شورا رییس سرګي شویګو کوي او د بحث اصلي اجنډا يې په امنیتي مسایلو کې نړیواله همکاري ده.

ټاس خبري اژانس د روسیې د ملي امنیت شورا له قوله خبر ورکړی چې په دې غونډه کې به په لومړي ځل د افغانستان سرپرست حکومت استازی هم ګډون وکړي، خو سرپرست حکومت په دې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په تړاو څه نه دي ویلي.

ټاس خبري آژانس لیکلي: « د افغانستان د نوي حکومت چارواکي به په لومړي ځل د مسکو د امنیتي مسایلو اړوند د لوړ پوړو استازو په غونډه کې ګډون وکړي.»

د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې، د دې ناستې ترڅنګ به د سوېل ختیځې آسیا د ټولنې غړیو هېوادونو، شانګهای همکاریو سازمان، برېکس سازمان او د هم ‌ګټو خپلواکو هېوادونو سازمان ترمنځ یو بله غیر رسمي ناسته هم ترسره شي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د روسیې او سرپرست حکومت ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې په تېرو څلورو کلونو کې پراخې شوې او دا هېواد په روان ۲۰۲۵زېږدیز کال کې اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له لېسته هم لرې کړ.

د سیاسي چارو شنونکی معین ‌ګل څمکنی وايي: « دا ډول ناستې چې د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت چارواکي په کې ګډون کوي، داسې ښيي چې نړۍ او سیمه اوس دې ته متوجه شوي چې افغانستان سره باید همکاري وکړي، نه دا چې یوازې یې پرېږدي.»        

ځینې نور بیا دغه غونډه او په کې د سرپرست حکومت د استازي ګډون له دې کبله مهم ګڼي چې په سیمه ‌ییزه کچه افغانستان په امنیتي مسایلو کې د ښکېلو هېوادونو له ډلې یو هغه دی.

د دوی په باور، که څه هم سرپرست حکومت د روسیې په ګډون د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په دې ډول نړیوالو ناستو کې د ګډون بلنه او ګډون د مخامخ اندېښنو د وړاندې کولو او ورته د حللارو په موندلو کې مرسته کولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « که څه هم د طالبانو حاکمیت د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا پررسمیت نه دی پېژندل شوی، خو طالبان د افغانستان د یوه واکمن حاکمیت په توګه د سیمې او هم د نړۍ هېوادونو ته اهمیت لري. د امنیتي مسایلو په سر له نورو آدرسونو سره خبرې نه شي کېدای، له دې کبله دا مهمه ده چې د نړۍ او سیمه ییزو هېوادونو استازي او د هغوی امنیتي مشرتابه د افغانستان په حالاتو باندې له نږدې پوه شی.»     

په امنیتي برخه کې د لوړ پوړو استازو نړیواله کلنۍ غونډه، د روسیې امنیت شورا له لوري له ۲۰۱۰زېږدیز کال راهیسې په کلني ډول ترسره کېږي چې د یوه نړیوال پلاټفورم په توګه په کې د ګډونوالو ترمنځ پر نړیوالو امنیتي مسایلو او مکانېزمونو بحث کېږي او له نړیوالې ترهګرۍ، سخت‌ دریځۍ، انتقالي جرمونو، د نشه ‌یي توکو قاچاق او دې ته ورته نړیوالو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې د شریکو هېواودنو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist