Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د ګردیز ـ زرمت سړک د جغل اچونې چارې بشپړې شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/14

 د پکتیا ولایت د ټوولګټو چارو ریاست  مشر مولوي حماس وايي،  د ګردیز ــ زرمت ۱۸ کیلومتره سړک د  هواري او جغل اچونې چارې بشپړې شوې او  پرانېستل شو. 

حماس وايي، دغه ۱۸ کیلو متره سړک د ټولګټو وزارت له لوري  د دوه ملیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. 

حماس  زیاته کړه:«د دغه سړک د هواري او جغل اچونې چارې د ټولګټو چارو وزارت د دوه ملیونه افغانیو په مالي لګښت او د ولایت مقام په همکارۍ ورغول شو.»

اخوا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک هواري او جغل اچونې ته خوشاله دي،خو وایي،د ژمي په پای ته رسیدو سره به بېرته خراب شي او له  اسلامي امارته غوښتنه سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي .

د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«  د زرمت سرک باید په پاخه ډول جوړ شي، زموږ زیات کارونه سړک پورې اړوند دي، ځکه چې زرمت زراعتي ولسوالي ته موږ چې حاصل تر لاسه کړو بازار ته یې نه شو رسولی.»

د زرمت ولسوالۍ یو بل تن اوسېدونکی بیا وايي:« زموږ د سړک کومه بودیجه چې ده، دا مهال مالیې وزارت کې شته دی.زمون ږ غوښتنه دا ده،چې سړک دې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي. دا خو د ژمي په پای ته رسېدو سره بېرته ویجایړیږي.»

خو ټوولګټو چارو ریاست وایي،وزارت ته یې په پرلپسيې ډول وړاندیزونه کړي،چې د ګردیز ــ زرمت سړک دې په پاخه او اساسي ډول ورغول شوي او ډاډ دا دی،چې په راتلونکې کال کې به دغه چاره تر سره شي.

د پکتیا ټوولګټو چارو مشر مولوي حماس وايي:« موږ مرکز ته بار بار وړاندیزونه کړي، غوښتنه مو کړې، ترڅو سړک په پاخه او اساسي ډول ورغول شي. ان شاء الله راتلونکي کال به دغه چاره ترسره شي.»

د ګردیز ــ زرمت سړک ۲۳ کیلو متره اوږدوالی لري،چې پنځه کیلو متره یې پخواني حکومت په پاخه ډول رغولی او د ۱۸ کیلو متره جغل اچونې او هواري چارې یې اسلامي امارت ترسره کړې. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist