Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/28

په داسې حال کې چې د سیمې یو شمېر هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان په متواتره توګه له افغانستانه اندېښنې مطرح کوي او داسې ښيي چې ګواکي له دې ځايه نا امني خپرېږي.

د رياست ‌الوزرا اداري مرستيال که څه هم په ښکاره د کوم هېواد نوم نه يادوي، خو وايي ځيني هېوادونه په ښکاره د افغانستان کمزوري کولو هڅه کوي او په دې توګه د خپلو سيمه ‌ييزو اهدافو د تعقيب په لټه کې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي دا څرګندونې په کابل کې د ملي نندارتون پرانستغونډې پرمهال کړې او زياته کړې يې ده چې په افغانستان ثبات د سيمې ثبات تضمينولی شي او له همدې کبله دې ياد هېوادونه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

حنفي په دې اړه وايي: « د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړو. دا اړیکې باید د متقابل احترام پر بنسټ وي، موږ نه غواړو د هغوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړو او له دوی هم غواړو چې زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنه نه کوي.»

حنفي د سرپرست حکومت هغه دريځ هم روښانه کړ چې وړاندې يې په سيمه کې د ثبات له ټينګښت سره د همکارۍ په اړه بيان کړی و.

حنفي زياتوي، د ثبات په اړه د سرپرست حکومت پالیسو په پایله کې له افغانستانه د سيمې هېوادونو اندېښنې هم په کمېدو دي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې اړه وايي: « له یوه لاس ټک نه خېژي، په هغه صورت کې چې یو طرف مداخله وکړي، دا طبیعي خبره ده چې مقابل طرف هم خپل وس ته په کتو مداخله کوي. دا د ګاونډیو هېوادونو پر ګټه نه ده، بلکې د دوی ګټه په دې کې ده چې د متقابل درناوي له مخې، یوبل سره ښې اړیکې ولرو. موږ باید ښې اقتصادي اړیکې ولرو او خپلې ګټې د نورو په خرابۍ کې ونه وینو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « که خدای مه کړه افغانستان کې یو مصیبت راځي، همدا مصیبت په بهرنیو هېوادونو کې هم راځي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې اند دي چې په ګاونډ کې ځیني هېوادونه په افغانستان کې د پياوړي مرکزي حکومت له جوړېدو وېره لري او په خبره یې، دغو هېوادونو تل هڅه کړې چې پر نړیوالو سټیجونو افغانستان کمزوری وښيي.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د استحکام او لا پياوړتيا لپاره دې د خلکو مشروع غوښتني ومنې.

نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « لکه څرنګه چې پوهېږئ د نړۍ یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې او تعامل ولري.»

سره له دې چې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو نږدې څلور کال تېرېږي؛ خو سرپرست حکومت یې لا هم کوم هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist