د جينوا خبرو اترو او پرمختګ مرکز واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته په تېرو څه باندې درېيو کالونو کې د افغانستان ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو څېړلو لپاره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې.
دا ځل ناسته نن سه شنبه د ترکیې کې پيل شوه چې په تېر کې د افغانستان په اړه د دې مرکز له لوري د راتلونکي لپاره د شویو ناستو هڅې او اندونه توحيد کړي.
دې تازه ناستې ته چې د ترکیې په انتالیا ښار کې ( په افغانستان کې د اساسي قانون او د سیاسي مشروعیت لپاره نقشه) تر عنوان لاندې جوړه شوې د افغانستان مدني، سیاسي او د بشري حقونو فعالانو وربلل شوي دي.
ټاکل شوې د يادې ناستې په لړ کې د افغانستان په سیاسي بهیر کې د ونډې لرلو لپاره د ډیموکراټيک قوت يوې شبکې پر جوړولو هم بحث وشي.
د جينوا خبرو اترو پرمختګ مرکز وایي: « په افغانستان کې د اساسي قانون د مشروعیت او سیاسي بهیر په اړه څلورم ملي ډیالوګ کنفرانس د مې پر ۲۶ مه او ۲۷ مه نېټه د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره کېږي. دا غونډه د افغانستان د مدني ټولنې د پیاوړتیا او د همکاریو ډیالوګ له لارې د ډیموکراټیک راتلونکي د جوړولو لپاره زموږ ژمنې ته دوام ورکوي.»
د جينوا خبرو اترو او پرمختګ مرکز سلاکار بسمالله تابان وايي:« که ډیموکراټیک او د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن او د افغانستان په خلکو پورې تړلي کسان راټول شي او د هېواد د نن او سبا په اړه خبرې اترې وکړې، ښکاره خبره ده چې د ملاتړ وړي او باید دا ډول ناستې جوړې شي.»
ياد مرکز ويلي، دا ناسته د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د هغو هڅو پر دوام ترسره کېږي چې غواړي افغانستان بېرته په نړیوال نظم کې داخل کړي.
سرپرست حکومت که څه هم د دې ناستې په تړاو څه نه وایي، خو له دې وړاندې یې په ځلونو ویلي چې هغه ناستې ښه پایله نه لري چې د حکومت استازي په کې ګډون ونه لري.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د دا ډول ناستو پر ځای اړتیا ده چې د بین الافغاني مذاکراتو د ابتکار په کېدو سره ټول اړخونه خپلې غوښتنې او حللارې وړاندې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « یوازې ترکیه نه ده بلې په نورو هېوادونو کې هم دا ډول غونډې وشوې او دغه راز په آنلاین بڼه هم جوړې شوې چې په ځینو کې یې جنجالونه هم وشول او مشران یې سره خوابدي شول. زه فکر کوم دغو غونډو ښه پایله نه لرله او نه به یې ولري؛ ځکه چې ولس له دوی زړه توری دی او نه غواړي دغه کسان بېرته افغانستان ته راشي او بیا واک ته ورسېږي. دوی د ولس په وینو تجارت کړی او دولت یې چور کړی. که چېرې یوه برخه خبره وشي، دا به ډېره ښه وي او نتیجه به هم ولري، هغه زموږ د خویندو ښوونځي او پوهنتونونه او ښځو ته د کار اجازه ورکول دي چې د ټولو ګډه غوښتنه ده.»
خو ځينې نور بیا وایي، په بهر کې دغه ډول ترسره کېدونکې ناستې هغه وخت ګټورې تمامېدلی شي چې د شخصي غوښتنو پر ځای په کې ملي ډيالوګ ته زمينه برابره شي.
د سیاسي چارو شنونکی اسلم دانشمل وايي: « په بهر کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې هغه وخت ګټورې تمامېدای شي چې د افغانستان د قضیې ټولې خواوې په کې برخه ولري. په دې صورت کې کېدای شي د موضوعاتو په اړه ژور بحث وشي او قناعت ته سره ورسېږي. داسې د بېلابېلو ډلو په غوښتنو جوړېدونکې ناستې که په کوردننه وي یا بهر، ځکه د افغانستان لپاره ګټه نه لري چې په اساسي ټکو په کې بحث نه کېږي.»
د ترکيې په انتالیا کې د جینیوا د خبرو اترو او پرمختګ مرکز ملي ډیالوګ لومړۍ ناسته د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۳ مه او ۱۴مه، دویمه ناسته يې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۶مه او ۱۷مه او درېیمه هغه یې د ۲۰۲۴ ام کال د مارچ پر ۴ او ۵ نېټه ترسره شوې.
د دغو ناستو اجنډا د افغانستان سولې او بیا رغونې لپاره د مدني ټولنې او سیاسي حرکتونو رول په نوم وې.