Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ازبېکستان د سيمې په امنيت او ثبات کې د افغانستان رول مهم بولي

ازبېکستان د سيمې په امنيت او ثبات کې د افغانستان رول مهم بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/26

د شانګهای همکاريو سازمان ۲۰ مه ناسته د هند په نوي ډيلي کې ترسره شوه چې په کې د بحث تمرکز پر سټراټيژيکو خبرو اترو، د اقتصادي او کلتوري همکاريو پر زياتوالي او د ياد سازمان پر اغېزمنتيا ورټول و.

ازبېکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د دې هېواد د سټراټيژيکو مطالعاتو موسسې مرستيال په دې ناسته کې د امنيت او سياسي ثبات د تحکيم لپاره له افغانستان سره د همکاريو دوام، په سيمه کې د امنيت او ثبات عامل بللی او زياته کړې يې ده چې باثباته افغانستان زيات اقتصادي فرصتونه رامنځته کولی شي.

بختيار مصطفی‌ اېف له افغانستان سره د شانګهای سازمان د تماس ډلې فعالېدو غوښتنه هم کړې.

د ازبېکستان د سټراټيژيکو مطالعاتو موسسې مرستيال بختيار مصطفی اېف ویلي: « باثباته افغانستان نه يوازې د بشري بحران مهارولو لپاره مهم دی بلکې د پام وړاقتصادي فرصتونه، لکه ټرانسپورټي دهلېزونه، د يوه سيمه ‌ييز اقتصادي موډل رامنځته کول او د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پراختيا هم برابروي. د ننګونو له منځه وړلو لپاره بايد د شانګهای سازمان د تماس ډله فعاله شي. د افغانستان روان وضعيت د بحران په توګه دوامداره دی او ورته د رسېدنې لپاره د دې سازمان غړیو هېوادونو له لوري يوه همغږي اقدام ته اړتيا شته.»

په ورته مهال، سرپرست حکومت د افغانستان په اړه د ازبېکستان د دريځ ستاينه کوي او وايي، په افغانستان کې امنيتي، اقتصادي او سياسي ثبات د ټولې سيمې پر ګټه دی او ټينګار کوي چې په راتلونکو ورته ناستو کې دې يې استازي هم ور بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد وايي: « دا چې د شانګهای همکاریو سازمان یو غړي یا د ازبېکستان هېواد استازي له افغانستان سره د اړیکو په اړه چې کومه غوښتنه کړې، موږ د دې قدردانی کوونکو. ټول هېوادونه باید د افغانستان اهمیت درک کړي او له سیمه ییزو پرمختګونو سره د افغانستان الحاق د ټولو پر ګټه دی. همدارنګه د افغانستان ثبات او امنیت د سیمې د ودې او اقتصادي رفاه لپاره هم پرګټه دی، نو دا یو ښه اقدام دی او موږ هم غواړو چې دغه ګام باید پورته شي.» 

د سیاسي چارو شنونکي بيا دا ډول ناستې د سوداګرۍ پياوړتيا ترڅنګ د سيمې له هېوادونو سره د سرپرست حکومت د اړيکو پراختيا لپاره هم مهمې بولي.

د نړيوالو اړيکو شنونکی عزیز معارج وايي: « د مثال په توګه، که د شانګهای سازمان غړي هېوادونه وکولی شي له افغانستان سره همکاري وکړي، د افغانستان زیاتې اقتصادي او سیاسي ستونزې به حل شي. د دې لپاره باید د اسلامي امارت چارواکي یو پروګرام ایجاد کړي، ترڅو د تجارتي، اقتصادي او بالاخره سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو جوړېدو او پراختیا لپاره زمینه برابره شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په دې سازمانونو کې ګډون او د دې سازمانونو په مرسته له هېوادونو سره د تجارتي اړیکو پیاوړتیا، هغه څه دي چې د افغانستان پر تجارت مثبت تأثیر لرلی شي.»       

په هند کې د شانګهای همکاريو سازمان ناسته د ۳۰ کارپوهانو او د غړيو هېوادونو د استازو په حضور کې د روانې مې میاشتې پر ۲۱ او ۲۲ نېټو ترسره شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist