Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/24

د بحران نړیوالې ډلې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو، له دې هېواده د جبري اخراج او افغانستان کې د هغوی د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دې ډلې په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه په یوه خپور کړي راپور کې له اروپایي ټولنې او غړیو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي، ترڅو له افغان کډوالو سره ناوړه سلوک پای ته ورسوي او اساسي حقونو ته یې ژمن پاتې شي.

راپور کې راغلي، افغانستان چې وار له مخه په یوه ژور بشري بحران کې ښکېل دی، د دومره لوی شمېر راستنېدونکو جذبول ورته ستونزمن دي.

دغه ډلې له اروپايي ټولنې دا هم غوښتي چې د راستنو شویو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره دې په افغانستان کې خپل مرستندویه پروګرامونه پراخ کړي.

د بحران نړیوالې ډلې په راپور کې راغلي: « د بشري مرستو بودیجه د هېواد د ننګونو کچې زياتېدو، د بسپنه ورکوونکو کمښت او د متحده ایالاتو د مرستو بندېدو له امله کمه شوې ده. راستنیدونکي ممکن د ژوندي پاتې کېدو لپاره لږ انتخابونه ولري. ځینې یې ممکن اروپا ته د رسېدو لارې ولټوي. اروپايي ټولنه لا دمخه په پاکستان کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو او همدارنګه په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو ملاتړ کوي. خو د اروپايي ټولنې چارواکي په شخصي توګه دا مني چې د دې بلاک ځینې فنډونه وچېږي او دوی د پاکستان د اخراج پروګرام کچه کمه اټکل کړې ده.»

له بلې خوا، د بحران نړیوالې ډلې له اروپايي ټولنې دا هم غوښتي چې په پاکستان کې مېشت له زیات خطر سره مخ افغانانو د ملاتړ لپاره له پاکستان سره خبرې وکړي، ترڅو دوی تشخیص شي او په جبري توګه یې افغانستان ته له ستنولو مخه ونیول شي.

د راپور یوه برخه: « پرته له دې چې د کډوالو قانوني حیثیت په پام کې ونیول شي، لږ تر لږه د هغو کسانو له شړلو بايد ډډه وکړي چې افغانستان ته د بېرته راستنېدو په صورت کې له لوی خطر سره مخ دي. په ځانګړي توګه ښځې، نجونې، خبریالان او د بشري حقونو مدافعان. پاکستاني چارواکي باید د ملګرو ملتونو له ادارو سره کار وکړي، ترڅو هغه افغانان تشخيص کړي چې له لویو خطرونو سره مخ دي.»

که څه هم سرپرست حکومت تازه په دې اړه څه نه وایې، خو وړاندې يې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتي چې له دې هېواده د افغان کډوالو په جبري توګه ایستل ژر تر ژره ودروي.

له بلې خوا، افغان کډوال له نړیوالو غواړي چې پر پاکستان خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، ترڅو د دوی له جبري ستنولو ډډه وکړي او افغان کډوالو سره سم چلن اختیار کړي.

افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « د پاکستان حکومت باید دغه افغان مهاجرین ونه باسي. د دې لپاره باید اروپايي ټولنه د پاکستان له حکومت سره وګوري، ترڅو افغان مهاجرین له دې ناورین بچ شي او ورته د ژوند سهولتونه برابر شي.»

د کډوالو د حقونو فعالان بیا پر پاکستان تور پورې کوي چې له کډوالو د سیاسي فشار وسیلې په توګه کار اخلي او له نړیوالو غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي چې د افغان کډوالو له جبرې شړلو په شا شي.

د کډوالو د حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « د ځینو هېوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډیانو بې پروايي له نړیوالو حقونو سرغړونه او انساني کرامت ته بې احترامي ده.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « ملګري ملتونه او د افغانستان سرپرست حکومت باید مرسته وکړي، شرایط چمتو کړي؛ ترڅو کډوال په خپله خوښه او درناوي هېواد ته راستانه شي.»

له دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ ویلي و چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستانه په خپله خوښه یا جبري توګه، څه باندې ۳.۴ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist