Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/22

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولین وايي، تېر کال د بېلابېلو مهارتونو زده کولو لپاره سلګونه زره کسان جذب شوي او د زده کړو مودې له پوره کولو وروسته فارغ شوي هم دي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، ياد وزارت په مسلکي توګه د ځوانانو روزنې او د بې روزګارۍ کچې کمولو لپاره د حرفوي او مسلکي زده کړو بېلابېل پروګرامونه تطبيق کړي او په دې توګه يې تېر کال کې ۴۰ زره کسان د خياطۍ، ترکاڼۍ، مبايل جوړولو، برېښنا او نورو برخو کې روزلي دي.

ابراهیمي زیاتوي:« په هېواد کې د بېکارۍ کچې راټیټولو او د کاري بازار د اړتیا مطابق په ټولو ولایتونو کې د فني او مسلکي زده کړو مرکزونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا فعال شوي دي. په دغو مرکزونو کې د ۷۰ په شاوخوا کې مسلکونه او حرفې تدریس کېږي. دغه مرکزونه چې شمېر یې له ۵۰ زیات دی، په کار او ټولنیزو چارو وزارت پورې اړه لري، تېر کال له ۴۰ زره زیاتو هېوادوالو ته په دې مرکزونو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده. په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې نا لوستي دي یا یې زده کړې نیمګړې پاتې وي.»    

نوموړی دا هم وايي، تېر کال له ۵ زرو زيات کسان د نشه‌ يي توکو له کارولو هم رغېدلي او د کابل په شمول په کندهار او هرات ولایتونو کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند په دې اړه وايي: « له ۵ زرو زیات له نشه يي توکو رغېدلي کسان له دغو زده کړو برخمن شوي دي. د دوی لپاره پنځه حرفې په پام کې نیول شوې چې په کې د بوټانو ګنډل، د بیکونو جوړول او ګنډل، خیاطي، د کور د برقي وسایلو ترمیم او برېښنا غځول شامل دي. همدارنګه هغوی چې د دې وړتیا لري چې حرفوي زده کړې ترلاسه کړي، د دوی لپاره په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې ځانګړي مرکزونه جوړ شوي او هڅه شوې چې د همکارو موسسو له لارې دوی ته د کار وسایل او ابزار هم چمتو شي.»

د کار او ټولنيز چارو وزارت دغه راز د بې ‌سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتونونه هم فعال کړي چې د ياد وزارت د مالوماتو له مخې، اوس‌ مهال په کې شاوخوا ۱۰زره ماشومانو ته روزنه ورکول کېږي.

بله خوا، د ياد وزارت له لوري له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ کسان وايي، د حرفې په زده کولو سره اوس د خپلو کورنيو اړتياوې پوره کولی شي.

له مسلکي زده کړو فارغ جمشېد وايي: « زما نوم جمشېد دی او د ودانیو د برېښنا غځولو له څانګې فارغ یم. زه له خپلو ښوونکو راضي یم او موږ ته یې هغه ټول کارونه را زده کړي چې د ودانیو د برېښنا غځولو لپاره اړین دي.»     

د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، يادې زده کړې بايد د سنجول شوي پروګرام له لارې د بازار له اړتيا سره سمون ولري، ترڅو په خبره يې وکولی شي د زده ‌کړي مسلک پر اساس، کاري فرصتونه ورته رامنځته شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سېد مسعود وايي: « کله چې دغه شان انسټیټیوټونه جوړوي، پلان باید داسې وي چې کله دا کسان فارغېږي، چېرته به کار کوي. باید د مارکېټ سنجونه وشي او څرګنده شي چې څومره کار لري. همدارنګه د افرادو د جذب لپاره زمینه څومره ده، هر کال د کار لپاره څومره نوي ځایونه ایجادېږي او دغه ځایونه څومره ساده او څومره مهارو او متخصصو کارګرانو ته اړتیا لري؟»

د کار او ټولنيز چارو وزارت مسوولین روان کال کې هم د حرفوي او مسلکي زده کړو د ورته پروګرامونه لرلو خبر ورکوي او وايي، د ځوانانو په مسلکي روزنې سره به د بې روزګارۍ کچه څه ناڅه راکمه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist