Skip to content
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایې، ځواکونو یې ننګرهار کې د تېرې ورځې برید درې تنه عاملین نیولي، چې د اسلامي شریعت مطابق چلن به ورسره وشي.
د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ د تریلې کلي په یوه جومات کې پرون د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه، چې په کې دوه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنه په محراب کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله وه او د ټپيانو شمېر بیا له اولس تنو لوړ ښيي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو اسلامي امارت وایي، د پېښې درې تنه عاملین یي نیولي دي.