Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/21

د مرکزي او جنوبي آسیا د وصل په تړاو په ازبېکستان کې د ترمز ډیالوګ په نوم ناسته چې له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو سربېره، د جنوبي او مرکزي آسیا هېوادونو استازو په کې ګډون درلوده، افغانستان یې هم ګډونوال و.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین نعیم وردګ د خبرو پرمهال هیله ښودلې چې د سیمې هېوادونه او نړیوال سازمانونه دې افغانستان ته د باور وړ شریک په توګه وګوري او همدا راز د افغانانو اقتصادي رفاه د ودې په برخه کې همکاري وکړي.

وردګ په دې اړه ویلي: « موږ له نړیوالې ټولنې، نړیوالو سازمانونو، سیمه ییزو هېوادونو او مالي بنسټونو هیله لرو چې افغانستان ته د باور وړ شریک په سترګه وګوري او پایداره انکشاف، په بنسټیزو برخو کې پانګونې، ظرفیت جوړونې او د افغانستان خلکو د اقتصادي ودې لپاره دې اغېزناکه همکاري وکړي.»

نوموړی دا هم ویلي، د افغانستان بهرنی سیاست متوازن، اقتصاد محوره او همدا راز د سیمه ییزې همکارۍ ترڅنګ پرمتقابل درناوي ولاړ دی او هیله لري چې هېوادونه د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې له افغانستانه د نښلوونکي پله په توګه کار واخلي چې دا کار به د ټولو  پر ګټه وي.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین په دې اړه ویلي: « د اسلامي امارت بهرنی سیاست متوازن، پر اقتصادي اصولو، سیمه ‌ییزو همکاریو او متقابل درناوي ولاړ دی. موږ ټینګار کوو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي او له نورو هم ورته توقع لرو. موږ غواړو له افغانستانه د ټرانزیټي، سوداګریزو همکاریو او فرهنګي مسایلو کې د اتصال مرکز په توګه ګټه واخیستل شي او دا به د ټولو په ګټه وي.»

په همدې حال کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګوونې خونه دغه کنفرانس مهم ګڼي او زیاتوي چې د مرکزي او سوېلي آسیا د وصل په برخه کې افغانستان د ټولو لپاره ارزښت لري.

خانجان الکوزی چې په همدې کنفرانس کې یې ګډون درلود وايي، په دې کنفرانس کې په هغو فرصتونو خبرې وشوې چې اقتصادي ګټې لري او په سیمه کې بېکاري له منځه وړي.

الکوزي زیاته کړې:« د افغانستان له لارې د جنوبي او مرکزي آسیا د نښلولو او له افغانستانه د یوې اتصالي نقطې جوړولو لپاره، د ترمز ډیالوګ ناسته ډېر خاص اهمیت لري. دا یو ډېر مهم سیمه ییز کنفرانس دی چې په کې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا هېوادونو هند، بنګله دېش او پاکستان او نور هېوادونو په شمول، روسیې، نړیوالو سازمانونو، یوناما، بانکونو او خصوصي سکټور ګډون درلود.»

اقتصاد پوهان وايي، د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ لپاره د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو لپاره افغانستان زیات مهم دی او همدا افغانستان دی چې دغه هېوادونه په لنډه لار سره نښلولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریشتیا وايي: « د مرکزي آسیا هېوادونه په ټولیزه توګه له نفتي او انرژۍ ډک هېوادونه دي، حال دا چې د سوېلي آسیا هېوادونه د انرژۍ له پراخ کمښت سره مخ دي. په دې منځ کې د افغانستان رول ښايي ډېر پياوړی وي. افغانستان په یوه داسې ټکي کې واقع دی چې کولی شي د دغو هېوادونو ترمنځ د اتصال ټکي په توګه عمل وکړي.»

د اسلامي امارت بیا د ترمز ډیالوک په نوم له جوړې شوې ناستې چې موخه یې د مرکزي او سوېلي آسیا د اتصال تقویت دی، ملاتړ اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه ناسته د ملتونو ترمنځ د عملي همکاریو د فضا ایجادولو په برخه کې یو ښه فرصت دی چې باید ترې ګټه واخیستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist