Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د افغان کارګرو استولو خبر ورکړ

کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د افغان کارګرو استولو خبر ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/20

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین پروان  ولایت کې د حرفوي زده ‌کړو د یوه مرکز پرانیستې په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کارګرو لپاره د کار موندنې زمینه برابره کړي.

زاهد احمدزي زیاته کړه، تازه شاوخوا ۵۰۰ ځوانانو ته د حرفوي زده ‌کړو او ترڅنګ یې ۱۰۰ تنو ښوونکو ته په دې برخه کې د کار فرصت برابر شوی.

احمدزی په دې اړه وايي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هېواد د باندې په قانوني توګه د کارګرانو استولو پروسه په جدي توګه تعقیبوي او له ځینو هېوادونو سره په دې اړه ناستې هم شوې دي.»       

پروان کې د حرفوي زده ‌کړو د دې مرکز پلي کوونکي چارواکي وایي، هڅه کوي چې د دې پروژې په مرسته په یاد ولایت کې د ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرې کړي.

د پروژې پلی کوونکی داین کېري وايي: « موږ د دې پروژې په مرسته پروان کې هڅه کوو چې د خصوصي سکټور په برخه کې د کوچنیو او متوسطو کاروباریانو ملاتړ وکړو او کاري زمینه ورته برابره کړو.»             

په همدې حال کې د دې ولایت سیمه ‌ییز چارواکي د یاد مرکز له جوړېدو خوښي څرګندوي او په دې برخه کې د لا زیاتو ښوونیزو او حرفوي پروګرامونو د پیل کېدو غوښتنه کوي.

د پروان والي محمد ادریس انوري وايي:« مسوولین یوازې خبرې نه کوي بلکې په عملي ډګر کې هم شته دي؛ هرځای چې تاسو پروګرام لرئ، درسره دي. هرځای چې کار مو بندېږي، مسوولین درسره ولاړ دي. موږ له تاسو بشپړ ملاتړ کوو او ستاسو د کار مخ کې به هېڅ ډول خنډونه پرې نه ږدو.»              

د پروان د علماوو شورا مشر عبدالولي عابد قاري ‌زاده وايي: « څومره چې امکان ولري، مسوولین باید زموږ د پروان ولس له خپل نظره او مهربانۍ ونه  غورځوي. باید راشي او زموږ د خلکو مشکلات واوري. دلته ستونزې شته او تمه لرو چې د ولس او حکومت په ګډو هڅو حل شي.»

د چارواکو په خبره، د دې پروژې ټولیز لګښت ۲.۲ میلیونه امریکایي ډالره دی چې په پروان ولایت کې به شاوخوا ۶۰۰ ځوانانو ته حرفوي او مسلکي زده ‌کړې ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist