د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي، د سوداګرو پر وړاندې د شته امنیتي ستونزو د حل لپاره یې جدي اقدامات پيل کړي دي.
خوستي ویلي، د تخنیکي ستونزو له حل وروسته به سوداګرو ته د وسلې لېږد جوازونه هم ورکړي.
د خوستي په وینا، ګڼ شمېر هغه کسان یې نیولي، چې سوداګر او یا د دوی د کورنیو غړي به یې د پیسو ترلاسه کولو لپاره ګواښل او تښتول.











