خلیلزاد به پاکستان کې د دغه هیواد له نظامي او ملکي چارواکو سره وګوري او د سیمې د سولې په تړاو به خبرې وکړي.
خلیلزاد د روانې ډسمبر میاشتې د دویمې نیټې راهیسې د سیمې هیوادونو ته خپل سفر پیل کړی چې ازبکستان، ترکمنستان، قطر، بلجیم، متحده عربي اماراتو او روسیې ته به ولاړ شي.
د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا دغه ځانګړی استازی به له ولسمشر اشرف غني او اجراییه رئیس عبدالله سره هم وګوري.
امریکا د افغان سولې په تړاو له پاکستان ژمنتیا او همکاري غواړي او پاکستان ته د خلیلزاد د سفر موخه هم دا ده.
خلیلزاد سره به په دې سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی هم ملګری وي.