Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/19

هندو ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور ویلي، چې نوی ډیلي به ډېر ژر له کابل سره په ډېپلوماټیک ډګر کې نوي او ستر ګامونه واخلي.

راپور کې ویل شوې،  هند له سرپرست حکومت سره د پیاوړو او مثبتو اړیکو جوړولو په برخه کې یوه ستر ګام ته چمتوالی نیسي.

یادې ورځپاڼې دغه تحلیل د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ترمنځ وروستيو ټیلیفوني خبرو ته په کتو کړی.

راپور کې  همدا راز راغلي، هند به د هغو افغان کډوالو لاسنیوی هم وکړي چې له پاکستانه پر زور افغانستان ته شړل کېږي.

د راپور یوه برخه: « د هند بهرنیو چارو وزیر جی‌ شنکر او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له ټیلیفوني خبرو وروسته، اوس د هند حکومت هڅه کوي چې له افغانستان سره په نږدې راتلونکي کې د اړیکو جوړولو لپاره نوي او ستر ګامونه واخلي. په نویو ګامونو کې به هغه څه وشي چې اړتیا یې لېدل کېږي، ترڅو نور په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له دولت سره پیاوړې اړیکې رامنځته شي. د هند حکومت به د دې ترڅنګ د هغو افغان کډوالو لاسنیوی هم وکړي چې په جبري توګه له پاکستان راشړل کېږي.»

د هندو ورځپاڼې په تحليلي راپور کې له جی شنکر سره د مولوي امیر خان متقي ټیلیفوني اړیکې ته په اشارې د هندي چارواکو په حواله ويل شوي، نوي ډيلي دا مهال د سرپرست حکومت پر ځینو شراطونو غور پیل کړی.

د راپور له ‌مخې، دغه شرایط د متقي له لوري د جنورۍ پر ۸ مه په متحده عربي اماراتو کې د هند بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وېکرم مسري سره کتنه کې مطرح شوي دي.

د سیاسي چارو څارونکي بیا د هند تازه ګام په ډېپلوماټیک ډګر کې د سرپرست حکومت لپاره لاسته راوړنه بولي او وایي، له هند سره مثبتې اړيکې کولی شي د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې جوړې کړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض‌ محمد ځلاند وايي: « له هند سره سیاسي اړیکې کولی شي موږ په سیمه او نړیوال ډګر پياوړي کړي. هند له امریکا او غرب سره نږدې اړیکې پالي او دا کولی شي د افغانستان او لوېديځ ترمنځ شته توپیرونه نږدې او د واټن په کمولو کې مرسته وکړي. ښه به دا وي چې موږ له هند سره خپلې ډېپلوماټیکې اړکې ورغوو.»

یو شمېر رسنیو بیا راپورونه ورکړي چې هند د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره ژمنه کړې چې ډېر ژر به په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او افغانانو ته به د ویزو ورکولو بهیر له سره پیل کړي.

له بلې خوا، شنونکي وایي، هند له پاکستان سره له وروستي کړکیچ وروسته هڅه کوي له سرپرست حکومت سره اړېکې پراخې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « وروستیو پېښو وښوده چې افغانستان یو آزاد او خپلواک هېواد دی او په خپلو ټولو بهرنیو اړیکو کې خپله پرېکړه او عمل کوي. له همدې امله، هند غواړي له موږ سره ډېرې نږدې او تودې اړیکې ولري، خپل ډېپلوماټان کابل ته واستوي او زموږ ډېپلوماټان په هند کې ومني.»

که څه هم هند د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو د هندو ورځپاڼې په تحليلي راپور کې د کابل – نوې ډيلي اړیکې مهمې او اړینې ګڼل شوې دي.

 د ورځپاڼې په باور، له کابل سره د نویو اړیکو غځولو موخه د هند له لوري د ياد حکومت د رسمیت پیژندلو مانا نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist