Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/17

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي په رسمي بلنه یاد هېواد ته روان شو.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، متقي به د تهران د خبرو اترو فورم کې له ګډون سربېره خپل ايراني سيال او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او پر دوو اړخيزو اړيکو به خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت دویم سياسي رییس ذاکر جلالي بیا ویلي، سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي به د سفر په دې لړۍ کې چین او د سيمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.

جلالي په دې اړه وايي:« په پام کې ده د بهرنيو چارو وزير راتلونکې اوونۍ ايران او چين ته سفرونه وکړي او له هغې وروسته به د سيمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.»

دغه راز جلالي وايي، اسلامي امارت د هېواد د بهرنيو اړيکو له تاريخ په زده ‌کړه او د اوسنيو سيمه ‌ييزو او نړيوالو واقعیتونو په پام کې نيولو او دغه راز د افغانستان له ملي ګټو په روښانه تعريف سره، متوازن سياست غوره کړي چې پربنسټ يې اوسمهال له ګڼو لورو سره فعاله اړيکې لري.

د بهرنيو چارو وزارت دویم سياسي رییس په دې اړه وايي:« اسلامي امارت د هېواد د بهرنيو اړيکو له تاريخ په زده ‌کړه، د اوسنيو سيمه ‌ييزو او نړيوالو واقعیتونو په پام کې نيولو او د افغانستان له ملي ګټو په روښانه تعريف سره یو متوازن سياست غوره کړی چې ټولو لوريو سره پر فعاله تعامل ولاړ دی. د دې سياست پر مټ د افغانستان حکومت اوس مهال له ګڼو لوريو سره فعاله اړيکې لري.»

په ورته مهال، د سياسي چارو شنونکي بیا وايي، د نورو هېوادونو پر وړاندې د اسلامي امارت اوسنۍ سياسي تګلاره اغېزمنه ده.

دوی باور لري چې سرپرست کولی شي د بې طرفۍ او په متقابل احترام ولاړې پالیسۍ پر بنسټ د نړۍ او سيمې له هېوادونو سر تعامل ته ورسيږي.

د سياسي شنونکی عزیز معارج وايي: « ښه خبره ده چې اسلامي امارت د هېوادونو په اړه متوازن، بيلانس لرونکی او بې طرفه سیاست ولري او له یوه هېواد سره داسې اړیکې ونه لري چې د بل هېواد د حساسیت سبب شي. باید له ټولو هېوادونو سره د افغانستان او مقابل طرف ملي ګټو ته په کتو، مساوي اړیکې جوړې کړي. دغه شان اړیکې به په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې د افغانستان په ګټه وي.»  

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په مهمو نړيوالو ناستو کې د ګډون په  موخه د سيمې يو شمېر هېوادونو ته سفر وکړل.

په دغو سفرونو او ناستو کې تر ډېره د نړۍ له هېوادونو سره د سياسي اړېکو په رغښت او د ډېپلوماټیکو استازوليو پر بېرته فعالولو بحثونه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist