د ملګرو ملتونو بشر حقونو ادارې له پولنډ او بېلاروس هیوادونو غوښتي، چې د خپلو پولو پر سر دې د کډوالو ځورول نور پای ته ورسوي.
د بشر حقونونو سازمانونه وايي، لسګونه کسان په دې یخه هوا کې پرته له کومې سرپناه پراته دي او هېڅ پنډغالي کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی.
ملګري ملتونه دا غوښتنه وروسته له هغې کوي، چې د یادو هېوادونو چارواکي سرحدونو ته د تازه دمو ځواکونو د استولو خبر ورکړی، ترڅو د کډوالو د ګډوډۍ مخه ونیسي.
د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پولې پر سر اوس مهال څه باندې څلور زره کډوال له سرپناه پرته پراته دي.