د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به د دې ناستې په څنډه کې د امریکا، روسیې او چین له استازو سره وګوري.
د اسلام اباد او کابل د اړیکو ښه والی، اقتصادي او ټرانزیټي مسایل او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل بیا له پاکستاني چارواکو سره د امیرخان متقي د بحث مهم ټکي دي.
په ترویکا غونډه کې روسیه، امریکا، پاکستان او چین ګډون کوي.
دغه مسایل په داسې حال کې دي، چې پاکستان لا هم په افغانستان کې نوی جوړ شوی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی.