Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/15

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ حکومتي پلاوی د چهارشنبې پر ورځ د «روسيه او اسلامي نړۍ» په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د روسيې کازان ښار ته ولاړ.

چارواکي وايي، دغه پلاوی به په ياد فورم کې له ګډون سربېره د ګډونوالو هېوادونو له مشرانو او استازو سره هم پر شريکو مسايلو وغږېږي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته روان شو. ټاکل شوې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر مشرۍ یاد پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ رتبه چارواکو سره رسمي لیدنې هم ولري. کازان فورم د روسیې او اسلامي نړۍ تر منځ د اقتصادي همکاریو او هر اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.»

فطرت زیاتوي، د افغانستان پلاوی به د کازان له ناستې سربېره د روسيې او افغانستان ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه هم جلا ناسته ولري.

په ورته مهال، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره وايي، د کازان په ناسته کې ګډون کوونکی پلاوی به له ګډونوالو وغواړي چې د استادانو روزنې ګډ پروګرامونه جوړ کړي.

یادې ادارې زیاته کړې:« افغانستان د بيارغونې، دوامدارې پراختيا او ټولنيز عدالت په برخه کې کوټلي ګامونه اخيستي. په دې ناسته کې له ګډونوالو هېوادونو غواړو چې د تعليمي نصاب د پراختيا، د ګډو ابتکاراتو اړوند مرکزونو جوړولو، د لابراتوارونو د تجهيز او د حلال صنعت د ودې په برخو کې د افغانستان له تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سره همکاري وکړي.»

بله خوا د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په ازبېکستان کې د دې هېواد د اوبو له وزير سره ليدلي او د امو سيند د غاړو پر استحکام او د اوبو پر مديريت یې خبرې کړې.

د ابو او انرژۍ وزارت وياند مطیع‌الله عابد وايي: « د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور ازبېکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د اوبو له وزیر سره وکتل او د امو سیند د تحکیماتو او اوبو د مدیریت په هکله یې خبرې وکړې. د دې لیدنې په لړ کې دواړو غاړو ژمنه وکړه چې د اوبو په برخه کې تخنیکي ټیمونو ته د همکارۍ زمینه برابروي، ترڅو دواړه هېوادونه د اوبو له سرچینو اغېزناکه ګټه واخلي.»   

له دې سره، د اقتصادي چارو شنونکي روسيې او ازبېکستان ته د پلاويو سفر د اقتصادي مسايلو ترڅنګ د افغانستان او هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو په پياوړتيا کې هم مهم يادوي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په نړیوالو فرمونو کې ګډون به نه یوازې دا چې افغانستان په اقتصادي لحاظ پیاوړی کړي، بلکې ترڅنګ یې کولی شي د سیاسي پرمختګونو او له نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي. په کازان فورم کې د افغانستان ګډون به له روسیې او نورو هېوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا او ترڅنګ یې د اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي پروژو په پلي کولو او دغه راز د نړیوالو همکاریو په جلبولو کې مرسته وکړي.»    

سرپرست حکومت واک له رسېدو راهيسې له هېوادونو سره د اقتصاد محوره سياست پر مخکې وړلو ټينګار کړی، ترڅو د چارواکو په خبره له دې لارې سوداګري پراخه او برعکس لوږه او بې ‌روزګاري ختمه کړي.

شنونکي بيا دا هر څه د بهرنيو مرستو د کموالي او پر رسميت د حکومت نه پېژندل کېدو له امله سخت بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist