Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/14

د امریکا کورني امنیت وزيرې په امریکا کې د افغان کډوالو لپاره د لنډ مهاله خوندیتوب پروګرام(ټي.پي.اېس) چې د پخواني ولسمشر جوبایډن له لوري رامنځته شوی و، لغوه اعلان کړ.

کریستي نوم ويلي، د یاد پروګرام د لغوه کېدو لپاره یې د افغانستان وضعیت اروزلی او لیدل شوي چې امنیتي او اقتصادي ثبات په برخو کې د پرمختګونو شاهد دی.

 هغې زیاته کړې، یاد پروګرام چې ۱۴ زره ۶۰۰ افغانان په کې شامل دي، د روان زېږدیز کال د می پر ۲۰مه یې د پای ته رسېدو وروستۍ نېټه ده او تر دوه میاشتو وروسته یا د جولای تر ۲۰ به د وضعیت بیا څارلو لپاره تمدید شي.

کریستي نوم په دې اړه ویلي: « د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی او اقتصادي وده په کې رامنځته شوې. اوس د هغوی د بېرته ستنولو لپاره خنډ پاتې نه دی او همداراز دغه پرېکړه د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ شوې؛ ځکه یو شمېر اسناد ښيي چې ځینې یې د دې هېواد امنیت ته ګواښ پېښولی شي. د دې پروګرام بیا ارزونه د کډوالۍ پروسې شفافیت لپاره یو اصل دی.»

دغه راز امریکا د یادو افغانانو د برخلیک مالومولو لپاره په افغانستان کې د وضعیت بیا اروزنې او د نور احتمالي مهلت له ورکولو خبر ورکړی.

د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې شاوخوا ۸۰ زره افغانان امریکا ته کډوال شوې چې ډېر شمېر یې د کډوالۍ ځانګړو وېزو(اې.آی.وي) له لارې قبول شوي، خو څه باندې ۱۴ زره بیا د لنډ مهالي خوندیتوب حالت برخه دي چې د اخراج له ګواښ سره هم مخ شوي.

په ورته مهال امریکا ته د افغانانو د لېږد ملاتړي بنسټ ریيس د امریکا کورني امنیت وزارت وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې دغه اقدام له هغو افغانانو سره د خیانت په مانا بللی چې په افغانستان کې یې له امریکا سره همکاري کړې.

د افغانانو د لېږد ملاتړ بنست ریيس شان وانډایور ویلي:« نن چې دغې ادارې کومه پرېکړه کړې، له هغو خلکو سره خیانت دی چې د امریکا لپاره یې ژوند په خطر کې اچولی و. دلته دوی ژوند جوړوي او زموږ پر ژمنو باور لري. د پالیسيو بدلون زموږ خوندیتوب نه ډاډمنوي. کورنۍ به جلا کړي او ژوند به یې بې ثباته کړي او هم به زموږ اخلاقي باور له منځته یوسي.»

له بلې خوا،  د سیاسي چارو کارپوهان د امریکا وروستۍ پرېکړې د دې هېواد د پالیسيو او قوانینو برخه بولي، خو زیاتوي، که یادو کډوالو سره د دايمي ميشتېدنې په برخه کې له وړاندې ژمنې شوي وي، خو اوس دغه ژمنې نه مني، دا بیا د کډوالۍ په برخه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د کډوالو د حقونو مدافع عزیز معارج وايي: « امریکا د خپلو کورنیو قوانینو، اصولو او خپلو ضرورتونو پر بنسټ دا حق لري چې چا ته اسناد ورکړې او چاته یې ورنه کړي؛ خو که دوی په پيل کې منلي وي او اوس یې لغوه کوي، دوی کولی شي د بشري حقونو کمیسیون او د کډوالو نړیوال کنوانسیونونو ته اعتراض وکړي او خبره محکمې ته یوسي.»

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو د ورتک هغه بهیر هم وځنډاوه چې له مخې يې زرګونه افغانان د قانونې پروسې له لارې دغه هېواد ته د تللو لپاره په نورو هېوادونو کې منتظر پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist