د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي، نظامي محکمه یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند پر حکم جوړه کړې ده.
سمنګاني ویلي، له نظامي محکمې موخه د شرعي نظام تنفیذ، د الهي احکامو تعمیل او ټولنیزه اصلاح ده.
سمنګاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د نظامي محکمې رییس عبیدالله نظامي، سید اغا او زاهد اخندزاده یې د قاضیانو په توګه ګومارلي دي.
د سمنګاني په لیکنه، نظامي محکمه د شرعي احکامو په رڼا کې دا صلاحیت لري، څو د طالبانو د درې ګونو قواوو په تړاو د خلکو شکایتونه، قضیې او عرایض وڅېړي او په اړه یې شرعي پرېکړې وکړي.