Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/12

د مس عینک کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د چین له اېم‌.سي.سي شرکت سره لاسلیک شوی او اټکل کېږي چې په دې کان کې څه باندې۱۱میلیونه ټنه مس شته دي.

د رياست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره په کتنه کې ویلي، مس عینک د افغانستان لپاره یوه ستره اقتصادي پروژه ده او سرپرست حکومت یاد شرکت ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له اېم.سي.سي شرکت غوښتي چې د میس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي ریس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال مس عینک د افغانستان یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله  او وې ویل، اسلامي امارت د دې پروژې د چارو پر مخ بېولو لپاره قراردادي شرکت ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له قراردادي شرکت وغوښتل چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې هوارې کړي چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.»            

بله خوا، د اېم.‌سي‌.سي شرکت رییس وايي، چمتو دي چې دغه پروژه د کانونو او پټرولیم له وزارت سره په همغږۍ پر مخ یوسي.

له دې سره په یوه وخت، د اقتصادي چارو شنونکي د دې سترې اقتصادي پروژې د عملي چارو نه پیل کېدل داسې بیانوي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « زما په اند هغه یوازینی دلیل چې اېم.سي.سي شرکت پر هغه باندې ټینګار کوي، د قرارداد موضوع ده. چینایان د قرارداد په ډول کې ځینې ملاحظات لري، له بلې خوا په سیمه کې د تاریخي او لرغونو آبداتو شتون هم سبب شوی چې د دې کان د استخراج چارې ټکنۍ کړي.»                   

ځينې نور بیا د مس عینک کان پروژه د هېواد یوه له مهمو او لویو طبیعي سرچینو ګڼي او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې پر ياد چینایي شرکت فشارونه راوړي ترڅو د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه په عملي ډول پیل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: «  هغوی دوې برخې دي، یوه برخه یې غواړي په لګښتونو کې حساب کړي او د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې دا بلاعوضه ګټه ده او تاسو ویلي وو چې  به موږ په افغانستان کې سرمایه ګذاري کوو، لکه د برېښنا کوټ جوړېدل یا نور. د همدې امله دا پروژه یوڅه ځنډېدلې ده، خو بیا هم موږ په ځانګړې توګه له چینايي شرکت او اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د دې ملي پروژې په اړه ژر توافق ته ورسېږي او عملي چارې یې پیل کړي. دا پروژه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.»

د مس عینک کان پروژه د هېواد یوه له سترو پروژو شمېرل کېږي چې ۱۷ کاله وړاندې یې له یوه چینایي شرکت سره د استخراج تړون لاسلیک شوی و، خو تر اوسه پورې یې عملي چارې نه دي پیل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist