Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/12

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د راګرځولو یا استرداد کمیسیون خپلې لاسته راوړنې د رسنيو له لارې له خلکو سره شریک کړې.

چارواکي  وايي، له تېرو دوه نیمو کالو راهیسې نږدې ۱۳ میلیونه جرېبه ځمکه د ځمکو بانک ته سپارل شوې، ترڅو د دولتي ځمکو د تثبیت او ساتنې، اجاره ورکونې او ملي ګته اخیستنې په موخه وکارول شي.

دوی زیاتوي، د یاد کمیسیون د چارو له پیل تردې دمه نږدې۵۰ میلیونه جرېبه شخصي او دولتي ځمکې غصبي تثبیت شوې چې  له دغو ځمکو نږدې ۴ میلیونه جریبه له غاصبینو راګرځول شوې او د استرداد شویو ځمکو ۶۷زره جرېبه هغه يې په کابل کې ده.

د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون غړی احسان الله وثیق وايي: « د کمیسیون د کار له پیل تر نن تاریخ پورې، ۴۹ میلیونه ۷۶۳ زره ۷۲۱.۲۷ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوې ده. همدارنګه ۳ میلیونه ۹۳۰ زره ۹۳۳.۵۸۴ جرېبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.»

احسان الله وثیق دغغ راز وایي، د ۱۴۰۳ لمریز کال له اتمې میاشتې راهیسې د ۷۹ مې مصوبې پر بنسټ یوازې په فاریاب کې څه باندې ۹ میلیونه جرېبه دولتي ځمکه د حکومتي املاکو په نوم ثبت شوې او په خبره یې په کابل کې هم ۳۶ ښارګوټي څېړل شوي چې له ډلې يې د ۱۳ هغو په تړاو پرېکړې صادرې شوې دي.

وثیق په دې  اړه وايي: « یوازې په کابل ښار کې د کمیسیون له پیل تر نن تاريخ پورې۶۶ زره ۷۲۴.۲۶ جریبه ځمکه استرداد شوې ده. د ۱۴۴۶ کال په اوږدو کې په فاریاب ولایت کې د کمیسیون د ۱۴۴۶ کال د ۵ میاشتې د ۲۹ نېټې د ۷۹ ګڼې مصوبې پر بنسټ، ۹ میلیونه ۳۲۱ زره ۸۳.۲ جریبه ځمکه د دولتي املاکو په نوم ثبت شوې ده.»

بله خوا، د دې کمیسیون ځينې نور غړي بیا وایي، په ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو قضیې له قانوني لارو سره سمې څېړل کېږي او په خبره یې هغه خلک چې غصب شوې ځمکې پرې پلورل شوې دي، حقوق یې محفوظ دي او له پلورونکو به بېرته خپلې پيسې ورته واخیستل شي.

د ځمکو د غصب مخنیوي او استرداد کمیسیون غړی محمد اسماعیل غزنوي وايي: « د هېواد په ټولو برخو کې لویې پروژې لکه د قوشتپې کانال، د کاسا زر پروژه او ورسره د ټاپي پروژه، که د غصب د مخنیوي کمیسیون فعالیت ونه کړي او دا ځمکې له غاصبینو تصفیه نه کړي او بېرته یې د ځمکو بانک ته ونه سپاري، دا یوه پروژه به هم پرمختګ ونه شي کولی. کومې پیسې چې خلکو د ځمکو پلورونو زورواکانو ته ورکړې، دوی به محکمې ته مراجعه کوي، په دې اړه اختصاصي محکمه فورا ً فیصله ورکوي او زورواکی به راځي او بېرته خپلې پیسې ورکوي.»

د دې کمیسیون چارواکي دا هم وایي، د نوي کابل ښار پروژه چې له ټولو نړیوالو معیارونو سره سم د تطبيق په حال کې ده، ۳۷۰ زره جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې او څلور شرکتونه یې عملا پر ودانیزو چارو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist