Skip to content
تاجکستان ته له افغانستانه تللي شااوخوا ۱۵۰ افغان پیلوټان او د الوتکو خدمه امریکا ته لېږدول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس ته دوه امریکایي پیلوټانو ویلي، دا ډاله تښتېدلي افغان پیلوټان پرون د امریکا په یوې ځانګړې الوتکه کې امریکا ته رسول شوي دي.
دغو افغان پیلوټانو له ځان سره الوتکې هم تښتولې وې، چې تر اوسه یې برخلیک نا مالوم دی.
شنونکي دا چاره له افغانستان سره ستر خیانت بولي او غوښتنه کوي، چې باید دا پیلوټان مجازات شي.